په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند پرسونل سره مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه!

ba_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۳۶
خبر

پنجشنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال په د جماد الاول مياشتې په لومړۍ نېټه، په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند پرسونل سره مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه، د دغه ناستې پيل د معمول په شان د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د ناستې په پيليزه وينا کې، د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» د ناستې ګډونوالو هر کلی وکړ او د هرکلي ترڅنګ يې د خپلو کار کوونکو د ښو کارونو ستاينه وکړه.

ښاغلي مرستيال د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: چې پوهنتون د انسان جوړونې منظمه لويه فابريکه ده او د ټولو هېوادوالو سترګې همدې فابريکې ته دي. بايد په دنده کې درغلي ونه کړو، احساس پيدا کړو او دا دنده خپل اساسي مسووليت وګڼو؛ تر څو کوم تړون چې مونږ د دندې په پيل کې د هېوادوالو سره کړی دی، ورته پاتې را نه شو.

دغه راز ښاغلي مرستيال، له ګډونوالو هيله وکړه، چې د پوهنتون په نظم او دسپلين او نورو يو شمېر وروسته پاتې کارونو کې ورسره ستړياوې وګالي او هماهنګي پيدا کړي؛ تر څو هېوادوالو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د ناستې په پای کې ګډونوالو د ادارې اړوند خپلې ستونزې له ښاغلي مرستيال سره شرېکې کړې، چې په پايله کې ورسره  د حل ژمنه وشوه.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونو او زیانونو په اړه یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «محصلانو ترمنځ د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونه او زیانونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د بلخ پوهنتون ټولنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

BACK TO NEWS