د ښوونې او روزنې پوهنځی

د ښوونې او روزنې پوهنځي تاريخچه

د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی ددې پوهنتون يو له پخوانيو او د ډېرو محصلانو لرونکی پوهنځی دی، چې پراختیايي شالید يې په لاندې ډول دی:

- په ۱۳۴۱ لمريز کال کې د عالي دارالمعلمين په نامه تاسيس شو، چې محصلان ترې وروسته د يو کلنې زده کړې فارغېدل.

- همدارنګه په ۱۳۴۸ لمریز کال کې يې عالي دارالمعلمين ته ارتقا وکړه، چې محصلانو ته یې د ۱۴ ام په سویه روزنه ورکوله. يو څه وخت د ښوونکو د عالي روزنې موسسې په نوم د محصلانو روزنې ته تر ۱۴ ام ټولګي پورې ادامه ورکوله.

- په ۱۳۶۵ لمریز کال کې يې د رودکی پيداګوژۍ انسټيټيوټ ته ارتقا وکړه، چې د درې پوهنځيو (طبيعي علوم، ټولنيز علوم، د داخل خدمت ژبو امريت) درلودونکی و، چې محصلان يې د لېسانس په درجه روزل.

- په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د بلخ پوهنتون په تشکيلاتو کې داخل شو او د بلخ د ښوونې او روزنې پوهنځي په نوم یاد شو، چې تر نن ورځې پورې په همدې نوم د هېواد د بچيانو په خدمت لګیا دی.

دغه پوهنځی د ادارې د رئيس او تدريسي معاون له خوا رهبري شوی، تدريسي چارې د ډيپارټمنټونو د امرينو او د مجربو استادانو او اداري چارې يې د اجراييه مدير، محصلانو مدير او د اداري کادر غړیو له خوا پر مخ بيول کېږي.

د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو شمېر په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۶۲ تنو ته رسېږي، چې ۲۸ يې ښځينه او ۳۴ تنه یې نارينه دي.

د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر غړي د علمي رتبو په تفکيک ۳ تنه پوهاندان (۱ نارینه او ۲ ښځې)، ۱ تن پوهنوال، ۸ تنه پوهندوی( ۴ نارینه او ۴ ښځې)، ۱۹ تنه پوهنمل( ۷ نارینه او ۱۲ ښځې)، ۲۰ تنه پوهنيار(۱۳ نارینه او ۶ ښځې)، ۷ تنه نامزدپوهنيار(۵ نارينه او ۲ ښځې)، ۴ تنه پوهيالی(۲ نارينه او ۲ ښځې) دي.

همدارنګه د دې پوهنځي علمي کادر غړي د زده کړو د سويو په درلودولو سره ۲۶ تنه ماسټران، ۶ تنه د دکتورا په جريان کې له هېواده بهر، ۲ تنه د دکتورا په جريان کې د هېواد دننه، ۱۱ تنه د ماسټرۍ په جریان کې له هېواده بهر، ۲ تنه د ماسټرۍ په جريان کې د هېواد دننه او ۳۶ تنه د لېسانس درلودونکي دي.

د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د ۱۱ ډيپارټمنټونو درلودونکی دی، چې عبارت دي له:

۱- د رياضي ډيپارټمنت، چې په ۱۳۴۱ لمريز کال کې تاسيس شوی دی.

۲- د فزيک ډيپارټمنټ، چې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې تاسيس شوی دی.

۳- د کيميا ډيپارټمنټ، چې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې تاسيس شوی دی.

۴- د بيولوژي ډيپارټمنټ، چې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې تاسيس شوی دی.

۵- د تاريخ ډيپارټمنټ، چې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې تاسيس شوی دی.

۶- د جغرافيې ډيپارټمنټ، چې په ۱۳۴۱ لمريز کال کې تاسيس شوی دی.

۷- د دري ژبې او ادبياتو ډيپارټمنټ، چې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې تاسیس شوی دی.

۸- د پښتو ژبې او ادبياتو ډيپارټمنټ، چې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې تاسیس شوی دی.

۹- د انګليسي ژبې او ادبياتو ډيپارټمنټ، چې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې تاسيس شوی دی.

۱۰- د روزنيزو علومو او ارواپوهنې ډيپارټمنټ، چې په ۱۳۴۱ لمریز کال کې تاسيس شوی دی.

۱۱- د اسلامي علومو او فرهنګ ډيپارټمنټ، چې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې تاسيس شوی دی.

په دوی کې لس ډيپارټمنټونه فارغ ورکوونکي او يو ډيپارټمنټ (روزنيزعلوم او ارواپوهنه) مرستندویه دی، چې په ۱۳۹۷ لمریز کال فارغ ورکوونکو ته ارتقا پیدا کړې؛ خو تر اوسه ياد ډيپارټمنټ ته محصلان معرفي شوي نه دي.

د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ډېری ډيپارټمنټونه ددې صلاحيت لري، چې د استادانو د علمي اثارو کتنه، د کادرونو د ګمارنې او د استادانو د علمي ترفيعاتو لارښوونو په برخه کې د بلخ پوهنتون او د شمال او شمال ختيځ د نورو پوهنتونونو په خدمت کې بوخت دي.

د دې پوهنځي په ټولو ډيپارټمنټونو کې د معياري تحصيلي نصاب او کريډيټ سيستم له هماغه پيله په بريالۍ توګه علمي شوي او پر مخ وړل کېږي.

له ۱۳۶۸ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې په ټوله ددې پوهنځي د ورځې او شپې ټولګيو څخه د ۷۸۹۸ تنو په شمېر کې له ۱۰ پورتنيو څانګو څخه فارغ شوي دي، چې په لاندې ډول دي:

- د ۵۳۱۲ تنو محصلانو له ډلې څخه ۲۳۵۹ تنه يې نارینه او ۲۹۵۳ تنه یې ښځینه، چې له پري سرویس برخې څخه فارغ شوي دي.

- د ۱۸۴۰ تنو محصلانو له ډلې څخه چې ۵۰۵ تنه یې نارینه او ۱۳۳۵ تنه یې ښځينه دي، له داخل خدمت تعلیماتو څخه فارغ شوي دي.

- د ۷۴۶ تنو محصلانو له ډلې څخه، چې ۶۲۶ تنه یې نارینه او ۱۲۰ تنه یې ښځينه دي، دشپې پروګرام له برخې څخه ګڼل کېږي، چې له ۱۳۹۳ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۷ پورې ترې فارغ شوي.