د فارمسي پوهنځي

د فارمسي پوهنځي تاريخچه

روغتيا، د روغتيايي خدماتو وړاندې کول او روغتيايي امکاناتو ته لاسرسی د يو هېواد د هر اوسېدونکي له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي. دوی ته د څېړنې او رسېدو لپاره، د طب، فارمسۍ او نورو طبي برخو کې د مسلکي او متخصصو کادرونو د روزلو په منظور د ښوونيزو بنسټونو جوړول يو اړين امر ګڼل کېږي.

د فارمسي پوهنځی په ۱۳۹۲ لمریز کال په بلخ پوهنتون کې د فارمسستانو او د علمي او مسلکي کادرونو د روزلو او په دې برخه کې د هېواد د اړتياوو لپاره تاسيس شو. د طبابت او د ناروغيو د تشخيص له پراختيا او پرمختيا سره موازي د فارمسۍ مسلک هم د ساينس او ټکنالوژۍ په پراختيا کې هر اړخیز پرمختګ کړی او د درمليزو خدماتو په برخه کې په يوې هراړخيزې څانګې بدله شوې ده. په اوسني وخت کې نه يوازې دا چې فارمسستان په هېواد کې د درملیزو او غذايي موادو په تولید، وېشنه او د کيفي کنټرول او ادارې مسووليت په غاړه لري، بلکې د متخصصو او مسلکي کسانو په توګه د فارمسۍ، کلينکل بيولوژۍ او د طبي تخصصي معايناتو په برخه کې د خدماتو وړاندې کولو مهمه ونډه لري. د فارمسۍ پوهنځی له ښه مرغه د طب پوهنځي او د بلخ عامې روغتيا رياست سره ښې کاري اړيکې لري او د محصلانو ډېری عملي کارونه په سيستماتیکه بڼه پر مخ وړل کېږي. دا چې دا پوهنځی نوی تاسيس شوی، نو تر اوسه يې د فراغت کومه دوره ټولنې ته نه ده وړاندې کړې.

د فارمسي پوهنځی له شپږو تنو استادانو سره نوی جوړ شوی دی او له يو شمېر قراردادي استادانو، دوو تنو تدريسي او اجراييه مديرانو او دوه تنو خدماتي پرسونل سره يې په فعاليت پيل کړی دی. د ۱۳۹۹ لمريز تر پسرلي يې په بېلابېلو ټولګيو کې د ټولو محصلانو شمېر ۵۱۳ تنو ته رسېږي، چې ۲۴۰ تنه یې نارينه او ۲۷۳ يې ښځينه دي.

د پوهنځي تعمير: د فارمسۍ پوهنځی له بده مرغه چې يو معياري تعمير نه لري، په دوره يي توګه فعاليت کوي. په ټوله کې د درسي ټولګيو، لابراتوارونو، کتابتون، اداري او تدريسي دفترونو شمېر بېخي لږ دی.

د پوهنځي ډيپارټمنټونه: ددې پوهنځي په چوکاټ کې تر اوسه پورې دوه فارغ ورکوونکي ډيپارټمنټونه شته دي، چې د صنعتي فارمسۍ او کلینکي بيولوژي تر نامه لاندې فعاليت کوي. په اوسني وخت کې د فارمسۍ پوهنځی د لاندې ډيپارټمنټونو او شعبو درلودونکی دی:

۱- د فارمکولوژۍ ډيپارټمنټ، چې د شيميک او توکسيکولوژي شعبې پر بر کې نيسي.

۲- د فارمسيوتيک ډيپارټمنټ.

۳- د فارمکوګنوزۍ ـ مايکروبيولوژۍ ډيپارټمنټ.

۴- د بيوشیمي تغذۍ ډيپارټمنټ.

په نظر کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د مايکروبيولوژۍ ډيپارټمنټ په خپلواکه توګه پر فعاليت باندې پیل وکړي. درسي پروګرامونه د Power Point پروګرام په واسطه پر مخ وړل کېږي.

لابراتوارونه: د فارمسۍ پوهنځی د لاندې لابراتوارونو درلودونکی دی:

۱- د فارمکوګنوزۍ لابراتوار.

۲- د فارميوتیک لابراتوار.

۳- د شيميک فارمسۍ او درملو د کنټرول لابراتوار.

۴- د ميکروبيولوژۍ لابراتوار.

۵- د تحليلي کيميا لابراتوار.

۶- د فارمکولوژۍ لابراتوار.

۷- د بيوشيمۍ لابراتوار.

۸- د تغذۍ بيوشميمۍ ډيپارټمنټ اړوند د تغذۍ لابراتوار.

د عمومي کيمیا، تحليلي کيميا، غير عضوي کيمیا، عضوي کیمیا او فزيکل فارمسۍ مضمونونه د ډيپارټمنټ د بېلابېلو استادانو او قراردادي استادانو له خوا تدريس کېږي.

کتابتون: د فارمسۍ پوهنځي کتابتون د ۱۰۰ ټوکه نويو او معتبرو کتابونو په درلودلو سره د استادانو او محصلانو په استفاده کېښودل شوي او د بېلابېلو څانګو د اړتيا وړ کتابونه په ملي او نړيوالو ژبو لیکل شوي، چې د استادانو او محصلانو اړتياوې تر يوې اندازې پوره کوي او په دې برخه کې د نورو برخو د پرمختګ او پراختيا لپاره د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره يې هڅې روانې دي.