د شرعياتو پوهنځي

د شرعياتو پوهنځي تاريخچه

د بلخ پوهنتون د شرعياتو پوهنځی په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د وخت د مسوولانو په هڅو او کوښښونو سره د ټولنې د مهمو او اساسي اړتیاوو پر بنسټ د بلخ پوهنتون په تشکيلاتي چارت کې داخل او عملاً يې په فعالیت پيل وکړ.

ددې پوهنځي د تاسيس او ایجاد هدف د عدلي او قضايي، دعوت او ارشاد، ښوونيز او تحصيلي برخو کې د متخصصو او ژمنو کادرونو روزل دي او چې په اوس وخت کې د د لوړو زده کړو وزارت تر څار لاندې د بلخ پوهنتون په تشکيلاتي برخه کې د درېو ډيپارټمنټونو لرونکی دی، څو د ټاکل شويو اهدافو او د ديني او ملي رسالت په پام کې نيولو سره پر مخ لاړ شي.

د شرعياتو پوهنځي لرليد

د علمي کادرونو د روزلو له لارې په عدلي، قضايي، تحصيلي او ارشادو برخه کې د ټولنيز عدالت جوړول او د سيمې او نړۍ پر سطحه يو غوره او معياري پوهنځي ته رسېدل...

د شرعیاتو پوهنځي ماموریت

{ وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ} (عنکبوت:69)

- لومړنی ماموریت؛ د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو تطبيق او د پوهنتون د علمي شورا د فيصلو تطبيق.

- د سیمې او نړۍ پر سطحه د علمي معيارونو په نظر کې نيولو سره د نوي تحصيلي نصاب تطبيقول.

- د پوهنځي او ډيپارټمنټونو د بېلابېلو ناستو جوړول او څارل، د کيفيت لوړونې د کمېټو د فعاليتونو ارزونه او د فارغانو د جدول کنټرول او د هغوی نتيجه برسېره کول.

- د عدالت رامنځته کول او پر نفس د اعتماد روحیه ورکول، د استادانو د څېړنيزو کارونو څارل او د حقوقي کلنيک د کارونو جدي څارل.

- له هر څه ډېر د شفافيت رامنځته کول، د علمي او زده کړه ييزې سطحې په پراختيا او لوړونه کې د اړوندو مرستندویه بنسټونو د مرستو راجلبول، د پرسونل، محصلانو او په ټولو اکاډميکو فعاليتونو په ستونزو کې د اړتيا وړ ځوابونه او طرحه جوړول.

دغه پوهنځی په لومړيو کې خپل فعاليتونه د يو ډيپارټمنټ له لوري، چې څلورو استادانو پکې په دوو څانګو (مسلکي ښوونه او عمومي ښوونه) کې پيل وکړ، چې وروسته هغه ډيپارټمنټ د اسلامي تعليماتو په نوم ونومول شو او په اوس وخت کې د ۱۳ غړو درلودونکی دی. وروسته ورپسې د فقه او قانون ډيپارټمنټ په ۱۳۸۱ لمريز کال کې د ۱۹/۴/۱۳۸۱ نېټې د وړانديز پر اساس د بلخ پوهنتون د ۱۰۹۹ /۱۳۳۱ حکم او شمېرې او د د لوړو زده کړو وزارت لخوا په ۱۷/۵/۱۳۸۱ لمريزکال ددې پوهنځي په چوکاټ کې د درې استادانو په غړيتوب وړانديز او ومنل شو، چې سمدستي يې په فعاليت پیل وکړ، چې اوس مهال ۹ غړي لري.

همدارنګه د چارو د ښه والي لپاره، د اسلامي ثقافت مضمون په ۱۳۸۷ لمریز کال د اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ د ۱۴۵۰/ ۶۱۸ شمېرې په وړانديز په ۱۰/۹/۱۳۸۷ کال بلخ پوهنتون او د ۲۹۷۰/۳۳۰ شمېرې حکم په ۱۵/۸/۱۳۸۷ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميکو چارو انسجام رياست منظور او تاسيس کړ او د درې تنو استادانو په غړيتوب يې په دغه پوهنځي کې په فعاليت پيل وکړ، چې اوس مهال ۱۱ غړي لري.

د شرعياتو پوهنځی درې ډيپارټمنټونه لري، چې ټول علمي کادرونه یې ۳۳ تنو ته رسېږي. له دوی څخه يوازې يو تن ډاکتر، ۱۲ يې ماسټران او پاتې نور يې لېسانس تحصيلي درجې لري. همدارنګه درې تنه يې د پوهنوالۍ، دوه يې پوهندوی، څلور يې پوهنملۍ، ۱۳ تنه یې پوهنيارۍ او پاتې نور يې د نامزد پوهنيارۍ علمي رتبې لري. د شرعياتو پوهنځی له پیل نه تر دې وخته پورې ۲۳ دورې فارغان ورکړي دي، چې د ټولو شمېر يې ۲۶۰۹ تنو ته رسېږي. اوس مهال نوموړی پوهنځی په ورځنيو ټولګيو کې ۶۷۵ تنه محصلان، چې ٪۳۸ سلنه يې نجونې جوړوي.

د شرعياتو او حقوقو پوهنځي پر خپلو عملي فعالیتونو سربېره يو حقوقي کلنیک هم لري، چې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې جوړ شوی او محصلانو ته يې د عملي کار زمينه برابره کړې. په دې کلنيک کې د دواړو پوهنځيو پر ګډو فعاليتونو سربېره له يو شمېر داخلي او بهرنيو موسساتو سره تړون لیکونه هم لري، چې د ظرفيت جوړونې په برخه کې د مالي او ادارې اړيتاوو په پوره کولو کې مرسته کوي.