د انجينري پوهنځی

د انجينري پوهنځي تاريخچه

د وخت د غوښتنو او د ټولنې د ستونزو د لرې کولو پر اساس، د بلخ پوهنتون د انجينري پوهنځی په ۱۳۶۶ لمريز کال د کابل پولي تخنيک پوهنتون په چوکاټ کې او ددې پوهنتون د انجينري پوهنځي د يوې څانګې په توګه د هېواد په شمال کې په يو لړ شاندارو مراسمو د مزارشريف د ګاز او نفتو په ساختمان کې جوړ شو.

په همدې کال دغه پوهنځي په دوو ډيپارټمنټونو (تکنالوژي کيماوي او جيولوژي او معدن) کې خپل فعاليت عملاً پيل کړ. په دې پوهنځي کې د لېسانس تحصيلي دوره د پولي تخنیک به څېر يوولس سمسترونه (پنځه نيم کلونه) درلودل، چې ۹۰۱ تنه له دې ډيپارټمنټونو څخه فارغ شوي دي. په ۱۳۷۱ لمريز کال کې د (مدني او صنعتي ساختمانونه) او د (برق) ډيپارټمنټونه په دې پوهنځي کې جوړ شول؛ خو د (برق) ډيپارټمنټ د اړتيا وړ مسلکي استادانو په نه درلودلو سره پر مخ لاړ نه شو. له نېکه مرغه چې د (مدني او صنعتي ساختمانونو) د فراغت په ۲۴ دورو کې ۱۱۸۲ تنه مسلکي انجينران ټولنې ته وړاندې کړل.

په۱۳۹۱ لمريز کال د (جيولوژي او معدن) ډيپارټمنټ د ټولنې د اړتيا له مخې د پوهنځي درجې ته لوړ شو، چې اوس مهال د (ژوند او چاپیريال ساتنې او معدن انجينري) تر نوم لاندې د بلخ پوهنتون په تشکيل کې فعاليت لري. په همدې کال کې د (هایدروتخنيکي ساختمانونو) په نوم يو بل ډيپارټمنټ هم په دې پوهنځي کې جوړ شو او تر اوسه پورې يې د فراغت په پنځه دورو کې ۲۱۱ تنه محصلان فارغ کړي دي. له ۱۳۸۴ لمريز کال څخه راپدېخوا د کريډيټ سېستم په دې پوهنځي کې عملي کېږي، چې له امله يې دغه تحصيلي دوره نه سمسترونو (څلور نیم کلونه) ته رسېږي.

د دې پوهنځي په کادري تشکيل کې درې تنه پوهاند، دوه تنه پوهنوال، اووه تنه پوهندوی، درې تنه پوهنمل، اووه تنه پوهنيار او اووه تنه نامزد پوهنيار شامل دي. او د تحصيلي درجې له مخې يو تن ډاکتر، شپاړلس تنه ماسټران او دولس تنه لېسانس دي. اوس مهال ددې پوهنځي څلور تنه استادان د المان، جاپان، هند او قزاقستان په هېوادونو کې د دوکتورا او درې تنه يې د ترکيې، هند او ماليزيا په هېوادونو کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي.

د انجينري پوهنځی په اوس وخت کې له درې ډيپارټمنټونو څخه یې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي، چې دوه ډيپارټمنټونه یې تر اوسه فارغ محصلان نه لري. د کيماوي ټکنالوژۍ، هایدروتخنيکي ساختمانونه او مدني او صنعتي ساختمانونو ډيپارټمنټونه يې د فارغ ورکوونکو ډيپارټمنټونو له جملې څخه شمېرل کېږي او د رياضي ـ فزيک او د تخنيک عمومي مضمونونو ډيپارټمنټونه يې تر اوسه فارغان نه لري. اوس مهال نوموړی پوهنځی ۱۲۲۶ تنه د لېسانس محصلان لري.