په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

ba-edris
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
خبر

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو اثارو د معیاري تنظیم او په علمي لیکنو کې د لاتک پروګرام د کارونې پراختیا په موخه جوړ شوی دی.

د ورکشاپ وړاندې کوونکی د بلخ پوهنتون ساینس پوهنځي رئیس، پوهنمل غلام سرور «مبارز» دی، چې د موضوع اړوند یې ګډونوالو ته د لاتک پروګرام د پېژندنې، کارونې او په علمي لیکنو کې د هغه د عملي استفادې په اړه اړین معلومات وړاندې کړل.

په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې د بلخ پوهنتون شپاړس‌ګونو پوهنځیو څخه په استازیتوب یو ـ یو استاد ګډون کوي، چې د سمینار له بشپړېدو وروسته به وکولای شي په خپلو اړوندو علمي او څېړنیزو چارو کې له لاتک څخه په اغېزمنه توګه استفاده وکړي.

نېټه: شنبه

۱۴۴۸/۴/۲۰ھ ق

۱۴۰۵/۷/۱۱ھ ش

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS