په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!
د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو اثارو د معیاري تنظیم او په علمي لیکنو کې د لاتک پروګرام د کارونې پراختیا په موخه جوړ شوی دی.
د ورکشاپ وړاندې کوونکی د بلخ پوهنتون ساینس پوهنځي رئیس، پوهنمل غلام سرور «مبارز» دی، چې د موضوع اړوند یې ګډونوالو ته د لاتک پروګرام د پېژندنې، کارونې او په علمي لیکنو کې د هغه د عملي استفادې په اړه اړین معلومات وړاندې کړل.
په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې د بلخ پوهنتون شپاړسګونو پوهنځیو څخه په استازیتوب یو ـ یو استاد ګډون کوي، چې د سمینار له بشپړېدو وروسته به وکولای شي په خپلو اړوندو علمي او څېړنیزو چارو کې له لاتک څخه په اغېزمنه توګه استفاده وکړي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۸/۴/۲۰ھ ق
۱۴۰۵/۷/۱۱ھ ش
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت