په بلخ پوهنتون کې د نشهيي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونو او زیانونو په اړه یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو!
په بلخ پوهنتون کې د «محصلانو ترمنځ د نشهيي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونه او زیانونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو.
دغه سیمینار د بلخ پوهنتون ټولنیزو علومو پوهنځي له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همغږۍ، د محصلانو د عامه پوهاوي د لوړولو او نشهيي توکو، سګرټو او پان د استعمال د رواني لاملونو او زیانونو روښانولو په موخه جوړ شوی و.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس، شیخ القرآن والحدیث محمد سید «هاشمي»، ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سالم ژوند، روغتیا ساتنې او له زیانمنو عادتونو څخه د ځان ژغورنې پر ارزښت یې خبرې وکړې.
ورپسې د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد، پوهنمل ډاکټر نظر علي «علیمي»، د سیمینار د موضوع په اړه خپله چمتو کړې څېړنه وړاندې کړه. نوموړي د محصلانو ترمنځ د نشهيي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونه او روغتیايي، رواني او ټولنیز زیانونه تشریح کړل او د دې ناوړه عادتونو د مخنیوي پر لارو چارو یې رڼا واچوله.
د سیمینار په پای کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال، الحاج مولوي پوهندوی محب الله «هدایت»، محصلانو ته په خپلو سپارښتنو کې وویل، چې د ناوړه عادتونو له لرونکو کسانو څخه دې ځانونه لرې وساتي او د ملګرتیا لپاره دې نېک، سالم او مثبت فکر لرونکي کسان غوره کړي.
نوموړي همدارنګه د سالمې ملګرتیا، مثبتو ټولنیزو اړیکو او د روغتیا ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او محصلان یې وهڅول، چې خپل وخت د علمي زدهکړو، سالمو فعالیتونو او د خپل شخصیت د ودې لپاره ولګوي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸/۵/۱۶ ھ ق
۱۴۰۵/۸/۶ ھ ش
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت
