د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال عبدالهادي فضلي، د ياد پوهنتون د شپاړسو بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو سره د بېلابېلو کتابونو مطالعې وروسته رقابتي سيالۍ، په اړه ناسته وکړه.

ba_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۲۹
خبر

د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال عبدالهادي فضلي، د ياد پوهنتون د شپاړسو بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو سره د بېلابېلو کتابونو مطالعې وروسته رقابتي سيالۍ،  په اړه ناسته وکړه. د يادې غونډې پيل د  مينه ګر ذات څښتن تعالی د کلام پر څو مبارکو ايتونو سره وشو.

 له تلاوت وروسته ښاغلي عبدالهادي فضلي د غونډې پيليزه وينا وکړه، هغه په خپلو خبرو کې د ناستې ګډنوالو ته وويل: چې بلخ پوهنتون دکتاب کتنې رقابتي سيالۍ په داسي حال کې په لاره اچوي  چې د درسونو پيليزې ورځې دي او په دې سره به په محصلانو کې دکتاب کتنې احساس راژوندی شي، د دې کتاب په لوستلو سره زه ډاډه يم، چې زده کړيالان به ترې ډېر څه زده کړي او په افکارو کې به يې مثبت تغير راشي، اداري مرستيال د غونډې په دوام کې د پوهنځيو په ټولو رئيسانو غږ وکړ او ويې ويل: چې د دې کتاب کتنې سيالۍ هر ډول مصارف او تاوان پر ځان مني؛ نو بيا يې مونږ او تاسې ته تشريح او تنظيم کې هيڅ ډول ناغيړي نه ده ضرور، بايد محصلان ورته تشويق کړو او دا پروسه په پشپړ ډول شفافه پر مخ يوسوو.

زيات

ښاغلي فضلي په خپلو خبرو کې دا هم وويل: چې نور دې په دغه ازموينه کې د څلور ځوابه پوښتنو سربېره، تشريحي پوښتنې هم زياتې شي؛ ترڅو د محصلينو وړتياوې په آسانۍ سره په ډاکه شي.

همدا راز دغونډې په بهير کې د لنډ مهاله تقويتي کورسونو په آجنډا، دزون په کچه دفوټبال سيالۍ چې بلخ پوهنتون يې کوربه دی خبرې اترې وشوې.

د شرعياتو پوهنځي رئيس مفتي شفيق الله مظهري هم د  کتابونو مطالعې او رقابتي سيالۍ يو لنډ بحث وکړ او ويې ويل: زمونږ محصلان خوښ دي، چې د غه شان سيالۍ ورته پر لار اچول کېږي، مونږ پوره ډاډمن يوو چې د محصلانو لېوالتيا مو دې برنامې ته ډېره ده.

د غونډې په اخر کې د محصلانو د چارو مرستیال پوهنوال دکتور محمد شريف امين هم په پوهنتون کې د تقويتي لنډ مهاله کورسونو خبره ياده کړه او د ځای، مکان او د استادانو په اړه، چې بايد څوک ورته ونيول شي، ټول پوښتنه وکړه او د ناستې له لوري ورته د پوهنتون پر رسمي استادانو اتفاق وشو.

 

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۸:۴۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د شريعت او صحت له نظره د «مخدره توکو زيانونو» په سرليک د شرعياتو او طب پوهنځیو په ګډې همغږۍ علمي کنفرانس داير شو!

پنجشنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د جماد الاول مياشتې په ۸مه، په بلخ پوهنتون کې د شريعت او صحت له نظره د مخدره توکو زيانونو اړوند د دغه پوهنتون شرعياتو او طب پوهنځیو په ګډې همغږۍ علمي کنفرانس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۸
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

ددوشنبه په ورځ د ۱۴۴۷ھ ق کال د جماد الاول مياشتې په ۵ مه، په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه، د دغه ناستې پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند مسوولينو سره مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه!

شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د جماد الاول مياشتې په درېيمه، په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند مسوولينو سره مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه، د دغه ناستې پيل د محصلانو د انسجام. . .

BACK TO NEWS