په بلخ پوهنتون کې د علمي کادرونو د تقرر په مناسبت د نوې طرحې عملي کولو په موخه مسوولينو ته يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۹:۷
خبر

د کب په دويمه چې د شعبان د میاشتې ٢١ مې سره سمون خوري په بلخ پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس، د نويو استادانو ګمارنو  په مناسبت د دغه پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو او ډيپارټمنټونو آمرینو ته د نوې طرحې په موخه يو ورځنی سمينار وړاندې شو.

په دغه مناسبت د نوموړي پوهنتون د علمي چارو معاونيت اړوند د غونډو په عمومي تالار کې غونډه ترتيب شوې وه، چې پيل قران کريم په مبارک کلام سره وشو.

د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال مولوي پوهنمل حيات الله «حقجو» په خپلو خبرو کې د وزارت له لوري د نوې طرحې هر کلی وکړ او دغه طرحه يې په پوهنتون کې د نوې ګمارل کېدونکو استادانو د ازموينې مرحلې په پر مهال د شفافیت په ګټه وبلله.

د بلخ پوهنتون د تضمين او کيفيت لوړونې آمر پوهاند امان الله «مونس» د غونډې ګډونوالو ته په ورکشاپ پيل وکړ: چې له دې وروسته به د نوماند شارټ ليست، ژبنۍ او اختصاصي ازموينه او علمي کنفرانس د بست اړوند په خپل ديپارټمنټ کې اخيستل کېږي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي جنوب خوا د زرغونتيا او ښکلا په موخه نوی چمن کېنول شو!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال رمضان مياشتې په ۱۴ مه، په بلخ پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي جنوب خواته د زرغونتيا او ښکلا په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په لارښوونه د تدارکاتو آمريت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو «نړيوال ژورنال» د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ کال رمضان مياشتې په۹مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۷ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير غونډه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۱
Background image

بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال د بلخ ولایت له محترم ښاروال سره وليدل.

سه شنبې، د ۱۴۴۷ روژې مياشتې پر اوومه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل دکتور حميدالله عمرخېل او ورسره مل پلاوي د بلخ ولایت ښاروال ښاغلي حافظ عبدالرحمن همت سره مزار. . .

BACK TO NEWS