په بلخ پوهنتون کې د دعوت ارشاد آمريت له لوري د بلخ پوهنتون ټولو اداري او خدمتي کارکوونکو ته (د زړو قدر وړ پاڼو خونديتوب او مخدره توکو اړوند سزاګانو په اړه د اميرالمومنين حفظه الله ورعاه ۱۳۹۷ شمېرې حکم فرمان) په سرليکونو سمينار داير شو!

ba_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۱۷
خبر

پنجشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په څلورمه، په بلخ پوهنتون کې د دعوت ارشاد آمريت له لوري د بلخ پوهنتون ټولو اداري او خدمتي کارکوونکو ته (د زړو قدر وړ  پاڼو خونديتوب او مخدره توکو اړوند سزاګانو په اړه د اميرالمومنين حفظه الله ورعاه ۱۳۹۷ شمېرې حکم فرمان) په سرليکونو سمينار داير شو، د ياد سمينار پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د ناستې په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت مبلغ عبدالباري «سائيس» د زړو قدر وړ پاڼو خونديتوب سرليک اړوند خورا ارزښتمن علمي او ديني بحث وکړ.
ښاغلي «سائيس» په خپله وينا کې وويل، زړې د قدر وړ هغه پاڼې چې د الله تعالی، محمد «ص» او د قران ايتونه پکې وي او له کاره لويدلې وي، بې ځايه ونه غورځول شي، بايد په روانو اوبو کې واچول شي؛ تر څو مبارک الفاظ ترې پاک شي، يا دې په ځمکه کې ښخې کړل شي او يا دې وسېځل شي او ايرې دې يې اوبو ته وغورځولی شي.

ورپسې د بلخ پوهنتون دعوت او ارشاد آمر حافظ مولوي ضيا الرحمن «عابد» په خپله وينا کې د اميرالمومنين حفظه الله ۱۳۹۷ شمېرې حکم، چې د مخدره توکو د سزاوو اړوند دی، تشريح کړ او د سمينار ګډونوالو ته يې د مجرمينو د سزاوو اړوند معلومات وړاندې کړل.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۹
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه! ياده غونډه د معمول په څېر د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

د ناستې په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال الحاج پوهنمل محب الله «هدايت» د ګډونوالو هر کلی وکړ او د هر کلي ترڅنګ يې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل چې هر پوهنځی بايد خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت کانټين جوړ شو.

په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ او د بلخ پوهنتون د رهبرۍ په هڅو، د ياد پوهنتون کانټين د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت په معياري ډول جوړ او د محصلانو او منسوبينو د استفادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي ۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه!


نن شنبه د روان ۱۴۰۵ تعلیمي کال غویي میاشتې په ۱۹ مه د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارنو څخه لیدنه وکړه.

د. . .

BACK TO NEWS