په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه! ياده غونډه د معمول په څېر د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۹
خبر

د ناستې په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال الحاج پوهنمل محب الله «هدايت» د ګډونوالو هر کلی وکړ او د هر کلي ترڅنګ يې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل چې هر پوهنځی بايد خپل وړانديزونه د علمي شورا له دائرېدو يوه ورځ مخکې له علمي چارو معاونيت سره شریک کړي تر څو په اجنډا کې ونيول شي او د شورا پريکړې په ګډې همغږۍ سره وڅارل او عملي شي.

ورپسې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» په خپل کاري راپور کې د سيمې په کچه د تدارکاتي پلان تائید په موخه وړانديز، د تدريسي روغتون لپاره د ولايت په همغږۍ د ملکي روغتون څخه د اټکل له مخې د ۵۰ ميليونه افغانيو په اندازه د تخنيکي اسبابو را لېږدول، د ځينو پروژو پای ته رسېدو او د راتلوونکې لپاره د نویو پروژو براوردونو تکمیل په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

د علمي شورا په دغه ناسته کې يوه د ارتقاء او نهه د ترفيعياتو دوسيې وڅېړل شوې چې د رايو په اکثريت سره تائید هم شوې.

په دغه غونډه کې د ستراتيژيک پلان تطبیق په اړه د ځينو خلاوو يادونه هم وشوه، چې په راتلوونکې کې به يې د حل لپاره اړين اقدامات ترسره شي.
همداراز د کيمياوي تکنالوژۍ څانګې پوهنځی ته ارتقاء په اړه هر اړخيزه خبرې هم وشوې؛ ترڅو د علمي شورا له تائید وروسته يې د طی مراحل چارې پر مخ يووړل شي
.
د يادونې وړ ده، چې په نوموړې غونډه کې يو شمېر اداري کارکوونکي او کادري غړي د چارو ښه سمبال له امله د رهبرۍ له لوري د مکافاتو طرزالعمل سره سم په ستاينليکونو ونازول.
يکشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د ذوالحجې ۷ مه
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS