وترنرۍ پوهنځی

د وترنرۍ (حيواني علومو) پوهنځي تاريخچه

د انساني او حيواني ورځنيو اړتياوو پر بنسټ، د ګټورو، روغتيايي او ډېرو خوړو لپاره لازمه ده، تر څو مسلکي او په کار پوه اشخاص په دې برخه کې وروزل شي. په همدې دليل د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په لومړي قدم کې، د وترنرۍ پوهنځی د کابل او ننګرهار په پوهنتونونو کې، وروسته بيا د هرات پوهنتون کې تاسیس شول. دا چې ددې ټولنو فارغان د کميت له مخې د هېواد د اړتياوو په مقابل کې یې بسنه نه کوله؛ نو د وترنرۍ پوهنځي، د هېواد په نورو پوهنتونونو کې هم تاسيس شول، چې يو يې د بلخ پوهنتون په برخه هم ورسېد.

دغه تحصيلي برخه د يو مهم واحد په توګه په بلخ پوهنتون کې، په ۱۳۹۲ لمريز کال تاسيس شوه. دغه پوهنځی ۳۹۱ تنه محصلان لري، چې په لاندې درې ډيپارټمنټونو کې په زده کړو بوخت دي:

۱- پاراکلينیک

۲- کلينيک

۳- پري کلينيک

د وترنرۍ پوهنځی تر اوسه په درې دورو کې ۲۳۶ تنه محصلان فارغ کړي، چې ۱۷۴ تنه یې هلکان او ۶۲ تنه یې نجونې دي.