په بلخ پوهنتون کې د بلخ، کندوز او جوزجان امارتي پوهنتونونو د ۱۲ کادري بستونو په موخه د بهرنيو ژبو ازموينه واخيستل شوه!
دوشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق د شعبان المعظم مياشتې په ۲۱ مه، په بلخ پوهنتون کې د بلخ، کندوز او جوزجان امارتي پوهنتونونو د بېلابېلو پوهنځيو د ۱۲ کادري بستونو په موخه د بهرنيو ژبو ازموينه د لوړو زده وزارت او د بلخ پوهنتون پلاوي په حضور کې واخيستل شوه.
د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» د ازموينې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: چې د هیچا حق به نه ضايع کېږي، حق به حقدار ته حتمي رسېږي او آزموينه به په پوره روڼتيا سره اخيستل کېږي.
دغه راز ښاغلي مرستيال د بريالي کېدونکو کسانو څخه هيله څرګنده کړه، چې په پوره صداقت به د وطن د بچيانو روزنه کوي.
بايد وويل شي چې د بلخ، کندوز او جوزجان ولايتونو امارتي پوهنتونونو، طب، زراعت، کمپیوټر ساینس، فارمسي، ساينس او تعليم او تربيې پوهنځيو ۱۲ خالي بستونه اعلان ته سپارلي و؛ تر څو نوي استادان جذب کړي.
په دغه مناسبت ۶۰ تنو نوماندانو نن په بلخ پوهنتون کې د بهرنیو ژبو ازموينه ورکړه، چې د ورځې په پای کې به ورته پايلې اعلان شي.
د يادونې وړ ده، چې د بلخ پوهنتون کادري ازموينې مسوولين په پلان کې لري، چې د بهرنيو ژبو ازموينې کې بريالي نوماندانو څخه به د را روانې چهارشنبې په ورځ تخصصي ازموينه واخلي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت
