په بلخ پوهنتون کې د شريعت او صحت له نظره د «مخدره توکو زيانونو» په سرليک د شرعياتو او طب پوهنځیو په ګډې همغږۍ علمي کنفرانس داير شو!

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۸:۴۳
خبر

پنجشنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د جماد الاول مياشتې په ۸مه، په بلخ پوهنتون کې د شريعت او صحت له نظره د مخدره توکو زيانونو اړوند د دغه پوهنتون شرعياتو او طب پوهنځیو په ګډې همغږۍ علمي کنفرانس داير شو، د ياد کنفرانس پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنوال محمد کاظم «حکيمي» د «مخدره توکو زيانونو» په سرليک د خپلې پشپړې کړې مقالې معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل، او ويې ويل چې په نشه روږدي خلک په ټولنه کې هيڅ باور نه لري او خپل باور د لاسه ورکوي.

ښاغلي پوهنوال د قران او احادیثو په رڼا کې زياته کړه:« هر هغه شی چې نشه راوړي، حرام دي»

د طب پوهنځي استاد ډاکټر پوهنيار اجمل «وفا» په خبرو کې وويل، د نشه يي توکو استعمال، د سړي حافظه له منځه وړي، او بېلابېلې رواني ناروغۍ رامنځته کوي.

دغه راز ښاغلي استاد زياته کړه، د مخدره توکو استعمال د کورنۍ او ټولنې اقتصاد زيانمنوي او د بې کارۍ لوی لامل هم کېږي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

د علمي معاونیت اړوند د مسلکي پراختیا آمريت له لوري د بلخ پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځيو رئيسانو لپاره د کاري، عملیاتي پلان او راپور جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

نن سه شنبه د روان ١٤٤٧ ه ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۲مه د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال په هڅو د مسلکي پراختیا آمريت په همغږئ د بلخ پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځیو رئیسانو لپاره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۴۴
Background image

په بلخ پوهنتون کې د بلخ، کندوز او جوزجان امارتي پوهنتونونو د ۱۲ کادري بستونو په موخه د بهرنيو ژبو ازموينه واخيستل شوه!

دوشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق د شعبان المعظم مياشتې په ۲۱ مه، په بلخ پوهنتون کې د بلخ، کندوز او جوزجان امارتي پوهنتونونو د بېلابېلو پوهنځيو د ۱۲ کادري بستونو په موخه د بهرنيو ژبو ازموينه  د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

علمي معاونیت له لوري د بلخ پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځيو رئيسانو لپاره د کاري عملیاتي پلان او راپور جوړونې په اړه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

نن يکشنبه د روان ١٤٤٧ ه ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۰مه د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي شيخ القرآن والحديث محمد سيد «هاشمي» په لارښوونه د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال په هڅو د مسلکي او. . .

BACK TO NEWS