د بلخ پوهنتون او آريا خصوصي پوهنتون لخوا استادانو ته د نړيوالو معتبرو ژورنالونو پيژندنې يو ورځنى ورکشاپ وړاندې شو.

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۲۷
خبر

سه شنبه  د ۱۴۴۷ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۱۶مه  بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت په مرسته او همغږۍ د آريا پوهنتون په کوربه توب د بلخ پوهنتون او بلخ ولايت خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د نړيوالو معتبرو ژورنالونو پيژندنې يو ورځنى علمي ورکشاپ ترسره شو.

 

ورکشاپ د شرعياتو پوهنځي استاد نامزد پوهنيار مولوى شمس الرحمن شمس لخوا د قرآنکريم په مبارک کلام سره پيل شو.

د ورکشاپ په پيل کې د آريا خصوصي پوهنتون رئيس پوهاند ميرمحمد ظاهر «حيدري» د غونډې ګډونوالو ته هرکلی ووايه او د هرکلي ترڅنګ يې د علمي کنفرانسونو اړوند ارزښتناکې خبرې وکړې.

ورپسې د بلخ پوهنتون علمي مرستیال الحافظ مولوي پوهنمل محب الله هدايت د پوهنتونونو ترمنځ پر علمي همکاريو تاکيد وکړ او دا ډول ورکشاپونه يې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځه د واټن لرې کولو لپاره ګټور وبلل.

 

وروسته د بلخ پوهنتون علمي کادر غړي پوهنمل نظيف الله انديشمند د نړيوالو ژورنالونو پيژندلو, ډولونو, ځانګړنو او ورته د مقالو لېږلو په لارو چارو خبرې وکړې.

 

همدا راز د آريا پوهنتون استاد او علمي مرستیال ډاکتر احمد مسعود هم باختري فارسي او عربي معتبر ژورنالونه ګډونوالو ته ور وپېژندل.

 

په پاى کې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل دکتور حميدالله «عمرخېل» د ورکشاپ  موضوعاتو عمده ټکي بیان کړل او د پوهنتونونو ترمنځ په همغږۍ او همکارۍ يې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دا ډول ورکشاپونه او علمي همکارۍ به دوام لري تر څو پوهنتونونو کې څېړنه معياري شي.

 

د يادونې وړ ده چې نوموړی ورکشاپ په انلاين ډول هم خپرېده او د هېواد مختلفو پوهنتونونو استادانو پکې ګډون درلود.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS