په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
خبر

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي ورکشاپ ترسره شو.

د دغه ورکشاپ موخه د محصلانو د پروپوزل لیکنې د علمي او عملي وړتیاوو پیاوړتیا، د څېړنیزو موضوعاتو د سمې ټاکنې په اړه د هغوی پوهې لوړول او د معیاري علمي پروپوزلونو چمتو کولو په برخه کې د محصلانو مهارتونو پراختیا وه.
ياد ورکشاپ د استاد پوهنيار امرالله محمدي له لوري وړاندې شو. نوموړي  استاد د څېړنیزې موضوع ټاکنې، د ستونزې بیان، څېړنیزو موخو او پوښتنو، د ادبیاتو کتنې، څېړنیزې مېتودولوژۍ او د سرچینو تنظیم په اړه محصلانو ته اړین علمي مطالب وړاندې کړل.

همدارنګه ښاغلي استاد د علمي او باوري سرچینو د کارونې، د پروپوزل بېلابېلو برخو د منظم تنظیم او د څېړنیزو موضوعاتو علمي ارزښت په اړه عملي لارښوونې وړاندې کړې او د پروپوزل لیکنې په برخه کې یې د عامو تېروتنو مخنیوي لارې چارې هم تشریح کړې.

په دغه علمي ورکشاپ کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو په فعاله توګه ګډون درلود او د پروپوزل لیکنې اړوند یې خپلې پوښتنې له وړاندې کوونکي استاد سره شریکې کړې، چې د نوموړي استاد له لوري ورته لازم علمي وضاحتونه ورکړل شول.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۸/۴/۱۵ ھ ق
۱۴۰۵/۷/۶ ھ ش
۲۰۲۶/۹/۲۸ م

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS