بلخ پوهنتون کې دجینواکال مؤسسې درې ورځنی سيمينار

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۱:۲۲
خبر

بلخ پوهنتون کې دجینواکال مؤسسې له لورې د بين المللي بشردوستانه حقوقو په اړه درې ورځنی سيمينار پيل شو.

ياد سيمينار د علمي معاونیت د غونډو په تالار کې دقران کریم په مبارکو اياتونو سره پیل شو.

لومړی دجينواکال موسسې د اړيکو عمومي مسئول ګډونوالو ته دښه راغلاست تر څنګ دبلخ پوهنتون له رهبرۍ څخه قدرداني وکړه چې د ياد سيمينار په ترتيب او تنظیم کې يې ددوی لاسنيوی وکړ.

ورپسې ديادې مؤسسې مسؤل حکمت الله زدران د مؤسسې تاريخچې ته لنډه کتنه وکړه او په موجوده فعاليتونو يې رڼا واچوله.

وروسته بېا دبلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شریف عثماني

ديادې مؤسسې له استازو څخه مننه وکړه چې د دې زوریدلي

ولس او په ځانګړي ډول د پوهنتون استادانو په ظرفيت لوړونه کې خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

په یاد سيمينار کې دشمال زون پنځه ولايتونو: بلخ ،جوزجان سمنګان، سرپل، او فارياب پوهنتونونو څخه استادانو ګډون کړی وو ياد سيمينار به درې ورځې دوام وکړي.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۵
Background image

سیمینار علمی تحت عنوان (روش تهیه پروپوزل برای مونوگراف ) برگزار شد.

برای محصلان سمستر پنجم پوهنځی علوم وترنری سیمینار علمی یک روزه تحت عنوان (روش تهیه  پروپوزل برای مونوگراف برګزار شد

سیمینار متذکره در حضور داشت رئیس پوهنځی و اساتيد توسط پوهندوی حسن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

سمینار سه‌روزهٔ کمک‌های اولیه صحی برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ به پایان رسید.

سمینار سه‌روزهٔ آموزشی «کمک‌های اولیه صحی» برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ، با هدف ارتقای سطح علمی و افزایش توانایی‌های مسلکی کارمندان در زمینهٔ ارائهٔ کمک‌های اولیه صحی، به پایان رسید.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۷
Background image

برگزاری مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ.

مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ، با حضور رئیس، اساتید و محصلین پوهنځی برگزار گردید.

این مسابقه ‌که با هدف ترویج فرهنگ مطالعه، تشویق محصلین به کتاب. . .

BACK TO NEWS