په بلخ پوهنتون کې د علمي کادرونو د تقرر په مناسبت د نوې طرحې عملي کولو په موخه مسوولينو ته يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۹:۷
خبر

د کب په دويمه چې د شعبان د میاشتې ٢١ مې سره سمون خوري په بلخ پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس، د نويو استادانو ګمارنو  په مناسبت د دغه پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو او ډيپارټمنټونو آمرینو ته د نوې طرحې په موخه يو ورځنی سمينار وړاندې شو.

په دغه مناسبت د نوموړي پوهنتون د علمي چارو معاونيت اړوند د غونډو په عمومي تالار کې غونډه ترتيب شوې وه، چې پيل قران کريم په مبارک کلام سره وشو.

د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال مولوي پوهنمل حيات الله «حقجو» په خپلو خبرو کې د وزارت له لوري د نوې طرحې هر کلی وکړ او دغه طرحه يې په پوهنتون کې د نوې ګمارل کېدونکو استادانو د ازموينې مرحلې په پر مهال د شفافیت په ګټه وبلله.

د بلخ پوهنتون د تضمين او کيفيت لوړونې آمر پوهاند امان الله «مونس» د غونډې ګډونوالو ته په ورکشاپ پيل وکړ: چې له دې وروسته به د نوماند شارټ ليست، ژبنۍ او اختصاصي ازموينه او علمي کنفرانس د بست اړوند په خپل ديپارټمنټ کې اخيستل کېږي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ازموينو کمېټې د محصلانو د ازموينو په مناسبت ناسته وکړه!

د دوشنبه په ورڅ د ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثانی مياشتې په ۲۷ مه په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال په خپل کاري دفتر کې د ازموينو کمېټې سره د محصلانو د ازموينو په مناسبت ناسته وکړه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۴۲
Background image

بلخ پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اروزونې په موخه، استول شوي پلاوي ارزونه پای ته ورسېده!

يکشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثانی مياشتې په ۲۵مه په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د ارزونې پلاوي ارزونه پای ته ورسېده.

ښاغلي پلاوي په دغه مناسبت د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو پوهنځيو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې په اساس د اميرالمومنين حفظه الله د فرمانونو د ښې څارنې او لوستنې په موخه، د نويو تدريسي چارو پيل وشو.

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثانی مياشتې په ۲۰مه، په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې په اساس د امي رالمومن ين حفظه الله د فرمانونو د ښې څارنې او لوستنې په موخه، د. . .

BACK TO NEWS