د (مزل) مزل دوه کلن شو!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۱:۲۶
خبر

په همدې اړوند د سه شنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ(سرطان) میاشتې ۱۹مه د (مزل) فرهنګي، هنري او ادبي دېوالي جريدې دویمه کالیزه د پښتو ژبې او ادب ډيپارټمنټ استادانو او محصلانو ونمانځله.

په یاده غونډه کې د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او د پښتو ژبې او ادب ډیپارټمنټ محصلانو ګډون درلود. د غونډې پرانيستې وینا لپاره د (مزل) جريدې لارښود استاد پوهنمل عزیزالدین يوسفزي ګډونوالو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ د جريدې د تېر یو کال پر محتوياتو، لاسته راوړنو او دوه‌کلن مزل خبرې وکړې. وروسته د ويناوو په لړۍ کې د بلخ پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي فیض الله ذکي، ورپسې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال پوهاند ډاکتر محمد طاهر طاهر او د بلخ پوهنتون د فوق‌لېسانس برنامو مشر پوهاند ډاکتر محمد صالح راسخ د جريدې د غړو هڅې وستایلې، د دې تر څنګ يې په خپله وينا کې د جريدې اړوند ګټورې څرګندونې او د علم او قلم په ارزښت خبرې وکړې. د ویناوو د لړۍ په پای کې د محصلانو په استازولۍ نعمت الله سرحدي د جريدې مثبتې اغېزې بیان کړې او په دې لار کې يې د دوام هیله وښودله. په پای کې غونډه له دعایې وروسته، د (مزل) د ۱۹مې ګڼې په پرانیستلو(خپرولو) چې محتوا يې دویمې کاليزې ته ځانګړې شوې او د بېلابېلو پوهنځیو استادانو نظرونو ته پکې ځای ورکړل شوی، پای ته ورسېده.

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۱۷
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد آمريت له لوري پر لاره اچول شوي درې ورځني ديني او علمي سيمينار دويمه ورځ هم په منظم ډول پای ته ورسېده!

يکشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۸ مه په بلخ پوهنتون کې د معمول په شان د ديني او علمي سمينار دويمې ورځې پيل د پوهنتون د رهبرۍ په حضور کې د قران عظيم الشان په مبارکو آيتونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۴
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د هدايت پر اساس د امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد آمريت له لوري درې ورځنی ديني او علمي سيمينار پيل شو.

شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۷ مه، په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د هدايت پر اساس امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی ديني، علمي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پوهنتون کتابتون آمر له لوري د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو بېلابېلو پوهنځيو د کتابتونونو مدير صاحبانو ته د کتابتون اړوند سمينار ورکړل شو.

سې شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۳مه د بلخ پوهنتون رئیس په لارښوونه د څېړنو او علمي مجلې معاونيت اړوند د کتابتون آمر انجنير مولوي سيد فريد «سادات» تر څار لاندې د بلخ. . .

BACK TO NEWS