دامارت پژندنې آزموینې مخکښوبریالیوکسانو دجوایزوویښ

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۷:۴۹
خبر

د بلخ پوهنتون کنفرانسونو په عمومی تالار کې د امارت پېژندنې آزموینه چې د بلخ پوهنتون، اطلاعات و کلتور، او استخباراتو په همغږۍ څو ورځې وړاندې تر سره شوه نن دروژې مبارکې  په ۲۴مه مخکښو بریاليو کسانو ته د جوايزو وېش په مناسبت پرتمينه غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره پيل شوه.

لومړی د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شريف عثماني راغلو مېلمنو او ګډونوالوته د ښه راغلاست تر څنګ د اسلامي نصاب په ارزښت وینا وکړه او یاد نصاب یې د زده کړیالانو په سالمه روزنه کې ارزښتناک وباله

ورپسې دبلخ ولایت داطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی ذبیح الله نورانی ځوانان وهڅول چې ځانونه د رسول الله( ص) په سیرت او صورت او اسلامی کلتور سمبال کړي تر څو دنيوي او اخروی کامیابی ترلاسه کړي هغه همدا راز په اقتصادي ډګر کې د ا.ا.ا لاسته راوړنو یادونه وکړه چې د ځان بساینې په لور اړین ګامونه پورته کړي دي.

وروسته بیا د ديني جامعې علمي مرستیال مفتي محمد اقبال د ځانګړی اسلامي خویونو لاسته راوړلو لپاره عملي او نظري کړنې اړينې وبللې چې داسې ناستې هم د عملي کړنو يوه بېلګه ده.

ورپسې د علماوو شوری' استازي مولوي عصمت الله هم ورته ناستې ګتورې وبللې او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې د ناستو څخه مثبت تأثر ټولنې ته وړاندې کړي.

ناسته په دعا کولو سره پای ته ورسېدله.

له دعا وروسته ۲۰ کسه مخکښو بریالیو کسانو ته جوایز ووېشل شول.

 بلخ پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمريت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۹:۳۸
Background image

د اداري او مالي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه

د بلخ پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه، ياده ناسته د ښاغلي مرستيال په خپل دفتر کې دايره شوې وه، چې پيل يې د قران عظيم. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۲
Background image

د ښه خدمت په موخه يې تقدير کړل!

د پنجشنبې په ورځ مالي او ادارې چارو مرستيال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي په خپل کاري دفتر کې

شمال زون سپورټ په برخه کې د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د پلازمينې کابل څخه د راغلو هئياتانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۱۶
Background image

علمي مجلې د هیأت تحریر ناسته.

چهارشنبه د ۲۹/ ۱۰ / ۱۴۴۵ سپوږمیز کال چې له ۱۹ / ۲ / ۱۴۰۳  لمریزې نېټې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال تر مشری لاندې د معرفت (د ټولنیزو علومو مهالنۍ) علمي ـ. . .

BACK TO NEWS