په 1402 کال کې د بلخ پوهنتون د محصلینو د فراغت مراسم

ba-edris
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۴:۵۳
خبر

نن دوشنبه د1445 /7/5 ه ق د لومړي ځل لپاره دَ بلخ پوهنتون شپاړس ګونو پوهنځيو محصلینو دَ فراغت په وياړ په ټولیېزه توګه ستره او پرتمينه غونډه دَ قرآن کریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه. 
لومړى دبلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صاحب ضياﺀالحق ضياﺀکريمي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او له راغلو مېلمنو څخه يې قدرداني وکړه محصلینو او دهغوى درنو کورنیو ته دفراغت په وياړ مبارکي وويله ښاغلي ضياﺀکريمي ګډونوال يووالي او ورورګلوۍ ته را وبلل او زياته يې کړه چې هيڅ چاته دَ تبعیضي چلند اجازه نه ورکوو تر څو نفاق ته لمن ووهي هغه دَ وړ کسانو لپاره کاري فرصتونو برابرولو، علم پراختیا او لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې دَ هر ډول هڅو د نه سپما ژمنه وکړه . 
 هغه همداراز دلوړو زده کړو وزارت وزير له خوا محصلینو او دَ هغوى کورنیو ته دَ مبارکي پيغام واوراوه او دَ وزير صاحب دَ نه راتګ عذر يې له ګډونوالو سره شریک کړ. 
 ورپسې دبلخ ولايت مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادريس دعلم او عمل په اړه ارزښتناکه خبرې وکړې او له محصلینو يې غوښتنه وکړه کوم علوم چې مو حاصل کړي هغو ته عملي بڼه ورکړي. 
ورپسې دبلخ ولايت د استيناف محکمې رئیس مولوي صاحب محمد ګلاب فاروقي دعلم په ارزښت هر اړخیزه وينا وکړه او ګډونوال يې خپلو مسئوليتونو ته ځير کړل .
په دي لړ کې دَ بلخ ولایت دَ علماوو شورا رئیس مولوي محمد سعید هاشمي فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ فارغو شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل: «ستاسو فراغت په دې مانا نه دی، چې له زده کړو فارغ شوئ، تاسو یوازې د زده کړو یو پړاو تکمیل کړ، تر دې وروسته به هم خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکوئ ترڅو دوطن په پرمختګ کې پوره ونډه واخلئ. 
ورپسې دبلخ ولايت د جهادي مدرسې مسئول شيخ الحديث نورمحمد حقاني نوموړي محصلینو ته وویل چې د پوهنتون تحصیلي دورې باید ستاسو په علم، اخلاقو، فکر، منطق او استدلال کې مثبت بدلون راوستلی وي او باید ټولنې ته د مسؤلیت پذیره اشخاصو په حیث وړاندې شئ. هغه همدا راز دغربي افکارو تقليد بدي بيان او محصلین يې اسلامي عنعناتو ته راوبلل. 
 هغه همداراز زياته کړه چې موږ تر هغه وخته خپل هویت، ثقافت او تاریخ نه شو ساتلی، تر څو چې علم ته د علم په سترګه ونه ګورو او ارزښت ورنکړو.»  .
ورپسې دبلخ پوهنتون دشرعياتو پوهنځي رئیس مفتي شفيق الله مظهري داسلامي نظام پايښت په اړه اغېز ناکه وينا وکړه او ګډونوال يې يووالي او ورورولۍ ته راوبلل. 
دپاى په شېبو کې علمي مرستيال ښاغلي حيات الله حقجو هم محصلینو ته مبارکي وويله هغه په خپلو خبرو  د پرمختګ لامل علم او ټکنالوژي ياده کړه او موږ هم باید ځانونه په علمي ډګر کې له نړۍ سره سيالي کړو.
د بلخ پوهنتون د محصلینو په فراغتغونډه کې د بلخ ولایتي ادارې مسؤلینو، د پوهنتون رئیس، د  پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، د محصلینو کورنیو،  قومي مشرانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د یادولو وړ ده چې د بلخ پوهنتون ۱۶ ګونو پوهنځيو له بيلا بيلو څانګو څخه (۱۴۷۲) کسان فارغ او په ټولیېزې توګه ورته دلومړي ځل لپاره فراغت غونډه جوړه شوه او د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې شول. دغه راز د غونډې په پای کې فارغو شویو محصلینو ته تصديق پاڼې وېشلو ترڅنګ دڅو پوهنځيو اختراعات نندارې ته وړاندې شول.
غونډه دَ پوهنې رئیس ښاغلي مولوي عبد الجليل شهيد خېل په دعا سره پاى ته ورسېده. 
بلخ پوهنتون د اړيکو اوعامه پوهاوي آمریت.

خبر

 

خبرخبرخبرخبرخبرخبر

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د بلخ پوهنتون د نړیوال ژورنال د جواز ترلاسه کولو د کاري کمیټي غونډه

چهارشنبې په ورځ د ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۵ ه. ق چې د ۲۶/ ۲/ ۱۴۰۳ ه. ش کال سره سمون لري، د بلخ پوهنتون د نړیوال ژورنال د جواز ترلاسه کولو د کاري کمیټي غونډه د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۹:۳۸
Background image

د اداري او مالي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه

د بلخ پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه، ياده ناسته د ښاغلي مرستيال په خپل دفتر کې دايره شوې وه، چې پيل يې د قران عظيم. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۲
Background image

د ښه خدمت په موخه يې تقدير کړل!

د پنجشنبې په ورځ مالي او ادارې چارو مرستيال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي په خپل کاري دفتر کې

شمال زون سپورټ په برخه کې د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د پلازمينې کابل څخه د راغلو هئياتانو. . .

BACK TO NEWS