په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۳۶
خبر

نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق شعبان المعظم مياشتې په ۱۶ مه په بلخ پوهنتون کې د دغه علمي شورا پيل د بلخ دعوت او ارشاد آمر مولوي ضيا الرحمن عابد له لوري د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» په خپلو خبرو کې وويل چې مونږ دوه ډوله حقوق لرو، يو د الله تعالی حقوق او بل د بنده ګانو، الله تعالی خپل حقوق بنده ته بښي؛ خو د بنده ګانو حقوق نه بښي؛ نو په دغه مناسبت ښاغلي رئیس د علمي شورا له غړو څخه هيله وکړه، چې خپل مسووليتونه په سم ډول وپېژني او د هيچا حقوق ضايع نه کړي.

ورپسې د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال دکتور پوهنمل حميدالله «عمرخېل» او د محصلانو چارو مرستيال ډاکټر ګل خان «نبی زاده» د خپلو معاوينيتونو اړوند مياشتني راپورونه وړاندې کړل.

د علمي شورا په وروستيو شېبو کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» د تېر خزاني سمسټر ارزونې په پايله کې د لوړو زدکړو وزارت له لوري د توصيې پورته کولو، د کورسونو ثبت او يو شمېر کيفيت لرونکو محصلانو په اړه خبرې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې په دغه علمي شورا کې نن ټولټال ۸  څېړل شوې دوسيې د شورا د تائيد له پاره وړاندې شوې، چې پکې درې د ترفيعاتو، درې د ارتقا او دوه د انفکاک دوسيې شاملې وې.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۳۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق شعبان المعظم مياشتې په ۱۶ مه په بلخ پوهنتون کې د دغه علمي شورا پيل د بلخ دعوت او ارشاد آمر مولوي ضيا الرحمن عابد له لوري د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې د عامه پوهاوي په موخه د کرنې او کانونو او چاپېريال ساتنې انجنيرۍ پوهنځيو په ګډې همغږۍ د پاک چاپېريال برابرولو او د ککړې هوا زيانونو په سرليک يو ورځنی علمي سمينار دائر شو.

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۱۵مه، په بلخ پوهنتون کې د پاک چاپېريال برابرولو او د ککړې هوا زيانونو په سرليک ترتيب شوي علمي سمينار  پيل د قران عظيم الشان په مبارکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۲۹
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال او ورسره مل پلاوي د علمي اړیکو پراختیا په موخه کابل ته علمي سفر وکړ.

د څېړنو او علمي مجلې مرستيال ښاغلي دکتور پوهنمل حمیدالله «عمرخېل» او ورسره مل پلاوي د تجربو شریکولو او ګډو علمي همکاریو پیاوړتیا په موخه کابل ته علمي سفر وکړ.

 په دغه سفر کې د کابل. . .

BACK TO NEWS