په بلخ پوهنتون کې د بلخ، کندوز او جوزجان امارتي پوهنتونونو د ۱۲ کادري بستونو په موخه د بهرنيو ژبو ازموينه واخيستل شوه!

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۴۴
خبر

دوشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق د شعبان المعظم مياشتې په ۲۱ مه، په بلخ پوهنتون کې د بلخ، کندوز او جوزجان امارتي پوهنتونونو د بېلابېلو پوهنځيو د ۱۲ کادري بستونو په موخه د بهرنيو ژبو ازموينه  د لوړو زده وزارت او د بلخ پوهنتون  پلاوي په حضور کې واخيستل شوه.

د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» د ازموينې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: چې د هیچا حق به نه ضايع کېږي، حق به حقدار ته حتمي رسېږي او آزموينه به په پوره روڼتيا سره اخيستل کېږي.

دغه راز ښاغلي مرستيال د بريالي کېدونکو کسانو څخه هيله څرګنده کړه، چې په پوره صداقت به د وطن د بچيانو روزنه کوي.

 

بايد وويل شي چې د بلخ، کندوز او جوزجان ولايتونو امارتي پوهنتونونو، طب، زراعت، کمپیوټر ساینس، فارمسي، ساينس او تعليم او تربيې پوهنځيو ۱۲ خالي بستونه اعلان ته سپارلي و؛ تر څو نوي استادان جذب کړي.

په دغه مناسبت ۶۰ تنو نوماندانو نن په بلخ پوهنتون کې د بهرنیو ژبو ازموينه ورکړه، چې د ورځې په پای کې به ورته پايلې اعلان شي.

د يادونې وړ ده، چې د بلخ پوهنتون کادري ازموينې مسوولين په پلان کې لري، چې د بهرنيو ژبو ازموينې کې بريالي نوماندانو څخه به د را روانې چهارشنبې په ورځ تخصصي ازموينه واخلي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي له لوري د همدغه پوهنځي محصلانو ته «د مخدره توکو زیانونه» تر سرلیک لاندې علمي سيمينار داير شو!

د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي رئیس نامزد پوهنيار قاري امیرګل «احمدي» د مخدره توکو د ناوړه او ویجاړوونکو اغېزو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۸
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پنځو امارتي پوهنتونونو ۱۶ خالي کادري بستونو لپاره اختصاصي ازموینه واخیستل شوه.

په دغو پوهنتونونو کې بلخ، بدخشان، بغلان، سمنګان او فاریاب پوهنتونونه شامل دي، چې د بېلابېلو علمي څانګو د تشو کادري بستونو لپاره یې د لوړو زده کړو وزارت د نافذه اصولو او ټاکل شوې پروسې. . .

BACK TO NEWS