د رهبرۍ شورا ناسته تر سره شوه.

ba-edris
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۲:۱۷
خبر

نن دوشنبه  د ۱۴۴۵/۶/۲۵ھ.ق چې د ۱۸/۱۰/۱۴۰۲ھ.ش نېټې سره برابره ده بلخ پوهنتون د رهبرۍ شورا ناسته د دې پوهنتون رئیس ښاغلي مفتي صاحب محمد شریف ابو عاصم عثماني په مشرۍ د دفتر آمر حافظ شېرمحمد احمدي له خوا د قرآنکریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

یاده ناسته کې چې د بلخ پوهنتون د علمي چارو، مالي او اداري، محصلانو، او څېړنيزو چارو مرستیالانو ګډون کړى وو لومړى دبلخ پوهنتون رئیس ښاغلي مفتي صاحب محمد شریف ابو عاصم عثماني دښه راغلاست ترڅنګ په خپلو پيليزو او لارښوونيزو خبرو په ترڅ کې مرستیالان خپلمنځي او درياست سره همغږۍ ته را وبلل او دَ کتابتون تصفیې، دَ دعوت او ارشاد لپاره د سيمينار بوديجې، ترانسپورت، دَ اسنادو دَ ويش لړۍ، د څېړنو معاونيت لپاره دځاى او داسې نورو برخو کې دَ معلوماتو غوښتنه وکړه.

ورپسې دعلمي چارو مرستیال پوهنمل مولوي حيات الله حقجو کتابتون تصفيې لپاره دَ کمېټې جوړولو په اړه خپل دریځ څرګند کړ. مالي او اداري مرستیال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي هم سيمينارونو لپاره دَ بودیجې، ترانسپورت، دَ استادانو علمي اثر او دَ هغه په مالي برخه رڼا واچوله ښاغلي فضلي همداراز دَ اداري کارکوونکو له خدمتي ځايونو څخه خپل ځايونو ته دَ راوستلو غوښتنه وکړه.

له هغه وروسته بيا  دمحصلانو چارو مرستیال پوهنوال محمد شریف امين د اسنادو وېش لړۍ ټکني کېدو لامل دَ اداري کارکوونکو کمښت ياد کړ چې دَ کار کونکو په ډېرښت سره به ياده ستونزه له منځه لاړه شي.

په پاى کې دَ رئیس له خوا ورته دَ شته ستونزو دَ حل په اړه اړينې سپارښتنې وشوې. همداراز دَ اداري کارکونکو له خدماتي ځايونو څخه بېرته خپلو ځايونو ته راتلو په هکله پریکړه وشوه.

 ناسته په دعا کولو سره پاى ته ورسېده.

دبلخ پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمريت.

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د بلخ پوهنتون د نړیوال ژورنال د جواز ترلاسه کولو د کاري کمیټي غونډه

چهارشنبې په ورځ د ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۵ ه. ق چې د ۲۶/ ۲/ ۱۴۰۳ ه. ش کال سره سمون لري، د بلخ پوهنتون د نړیوال ژورنال د جواز ترلاسه کولو د کاري کمیټي غونډه د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۹:۳۸
Background image

د اداري او مالي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه

د بلخ پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه، ياده ناسته د ښاغلي مرستيال په خپل دفتر کې دايره شوې وه، چې پيل يې د قران عظيم. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۲
Background image

د ښه خدمت په موخه يې تقدير کړل!

د پنجشنبې په ورځ مالي او ادارې چارو مرستيال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي په خپل کاري دفتر کې

شمال زون سپورټ په برخه کې د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د پلازمينې کابل څخه د راغلو هئياتانو. . .

BACK TO NEWS