د بلخ پوهنتون رئيس او د اداري چارو مرستيال، د ياد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو رئسانو او معاوينينو سره خپله اداري ناسته وکړه!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۰:۱۱
خبر

سه شنبه د ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ھ ق د بلخ پوهنتون رئيس او د اداري چارو مرستيال، د ياد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو رئسانو او معاوينينو سره خپله اداري ناسته وکړه!

ياده ناسته  سهار مهال په نهو بجو د ژبو او ادبياتو پوهنځی دکنفرانسونو په تالار کې د قرآن مجيد په مبارکو آياتونوشروع او د دوه ساعته دوام وروسته، د خير په دعايې سره په يوولسو بجو پای ته ورسېده،

 

لومړی د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل: چې خپلو مسوولیتونو ته متوجه شئ او هر چا چې خپل مسولیت پېژندلی او په خپل وخت سره خپل کارونه پرمخ وړي دي او يا يې وړي، دا شخص په واقعي بڼه د ښکلي وجدان درلودونکی دی؛ ځکه چې پر ده د بيت المال پيسې مصرفیږي او دی دغه بيت المال او د خپل ولس په هيلو لوبې نه کوي او د وطن اصلي بچی ځان بولي.

 

ښاغلي رئیس د پوهنځيو ټولو رئيسانو څخه مننه وکړه، او ورته په خطاب کې يې وويل: لکه څنګه چې پر تېر ۱۴۰۲کال خپلو کارونو ته ښه متوجه وئ؛ نو له هغې به لا ډېر پر دې ۱۴۰۳ کال کې متوجه کېږئ او هيله يې وښوده چې په روان کال کې ستاسو پر مټو او ښو فعاليتونو په صورت کې د پرمختګونو شاهدان واوسو.

 

د بلخ پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل حيات الله حقجو هم د ياد پوهنتون پر اداري پرسونل ټينګار وکړ او ويې ويل چې خپلو در کړل شويو مسووليتونو ته متوجه اوسئ او د خپلو کارونو لپاره مو نظم و دسيپلين په پام کې ونيسئ؛ تر څو په راتلونکې کې يوه ښه اداره ولرو او د پوهنتون په کيفيت لوړونه کې مثبت رول ولوبوي، ښاغلي حقجو د خپلو خبرو په پای کې د پوهنتون رئيس سربېره د غونډې د ټولو ګډنوالو څخه د نيمګړتياوو د سمونې لپاره مرسته وغوښته او په خطاب کې يې د غونډې د ګډنوالو څخه ور سره د مرستې ژمنه وشوه.

 

پوهاند امان الله مونس چې د بلخ پوهنتون د تظمين کيفيت امر دی، د خپلې وينا پر مهال وويل: چې مونږ او تاسې بايد مسلکي کادرونه، تجربه لرونکي کادرونه او مسلکي محصلان، وروزو، د خپلو خبرو په اخر کې يې دا هم وويل: چې د وزارت له لوري د دوو ورکشاپونو توصیه راته شوې ده؛ نو له ښاغلي رئیس مفتي محمد شريف عثماني څخه هيله وکړه؛ تر څو ياد ورکشاپونه ورته ترتيب کړي.

 

د ناستې په پای کې د بلخ پوهنتون د اداري چارو مرستيال عبدالهادي فضلي د ټولو پوهنځيو پر رئيسانو غږ وکړ او ويې ويل: چې د قراردادي استادانو پر پروسه کې دې جدي شي. ترڅو دمحصلانو وخت ضايع کيدو او درسي چارو ټکنی کېدو مخنيوی وشي.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۵۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د ژوند، فکر او مبارزې په سرليک علمي سیمینار دائر شو.

د ياد سیمینار په پرانیستې وينا کې د بلخ پوهنتون  مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار»  امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د تحریک د بیا ځلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۱:۴۰
Background image

د بلخ پوهنتون د نړيوالو مجلو د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه.

د بلخ پوهنتون د نړيوالو مجلو د کتنپلاوي غونډه د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د ناستې په پيليزه وينا کې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۹
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه! ياده غونډه د معمول په څېر د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

د ناستې په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال الحاج پوهنمل محب الله «هدايت» د ګډونوالو هر کلی وکړ او د هر کلي ترڅنګ يې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل چې هر پوهنځی بايد خپل. . .

BACK TO NEWS