دطب پوهنځي څخه ليدنه.

ba-edris
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۱:۳۶
خبر

د دوشنبې په ورځ د1445 /1/7,ه ق د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف ابوعاصم عثماني چې مالي او اداري مرستیال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي، څېړنيزو چارو مرستیال پوهاند دکتور محمد طاهر طاهر، دَ اقتصاد پوهنځي رئیس  يې ملتيا کوله دَ طب پوهنځي له استادانو سره تعارفي ناسته د معمول سره سم د داکتر صاحب صبغت الله هاشمي له خوا دَ قرآنکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پيل شوه.

لومړى دطب پوهنځي رئیس داکتر ميرويس بها په پيليزو خبرو کې دَ ښه راغلاست ترڅنګ دياد پوهنځي تاريخڅې ته لنډه کتنه وکړه هغه د ياد پوهنځي بنسټ دپوهنتون دَ جوړښت سره سم ياد کړ چې اوس مهال په دې علمي بنسټ کې 52 علمي کادرونه، 556 نارينه محصلین، 83 ستاجران شتون لري. همداراز 6 خالي بستونه لري چې اوسمهال اعلان ته سپارل شوي.

ورپسې دبلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف ابوعاصم عثماني په خپلو لارښوونيزور خبرو کې دَ علم طب په اهميت هراړخيزه خبرې وکړې او له استادانو يي غوښتنه وکړه چې  دَ دين، هېواد او ولس په خدمت کې له اخلاص لپاره هڅې ګړندئ کړئ  تر څو مو دنيوي او اخروي چارې اغېزناکې واقع شي.

 له هغه وروسته دياد پوهنځي استادانو دَ پېژندګلوۍ

ترڅنګ خپلې ستونزې په لاندې ډول بيان کړې.

د کادري روغتون لپاره مناسب ځاى، کمبود  خدماتي کارکوونکي نه لرل، دَ پولي کلينيک ودانۍ دوى ته په اختيار کې ورکول، دَ ديپارتمنتونو لپاره رسمي آمرين ټاکل،

او داسې نورې ستونزې چې د حل لپاره يې بايد کوټلي ګامونه پورته شي.

ورپسې دَ مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي هم په خپل وار سره دَ ياد پوهنځي دَ منسوبینو هڅې وستايلې او د هېواد په بيارغونه کې يې دَ لا زياتې ونډې اخستلو غوښتنه وکړه او دَ ستونزو حل په اړه يې اړينې سپارښتنې وکړې.

ناسته په دعا کولو سره پاى ته ورسېده.

په پاى کې دَ بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي ابوعاصم عثماني دَ ياد پوهنځي مايکرو بيولوژي. پتالوژي، اناتومي، لابراتوارونو. کتابتون، او کمپیوټر ليب څخه ليدنه وکړه او دَ هغوى ستونزې يې له ځان سره ياداښت کړې تر څو دَ حل په اړه يې اړين تدابیر ونيول شي.

 

 بلخ پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت.

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د بلخ پوهنتون د نړیوال ژورنال د جواز ترلاسه کولو د کاري کمیټي غونډه

چهارشنبې په ورځ د ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۵ ه. ق چې د ۲۶/ ۲/ ۱۴۰۳ ه. ش کال سره سمون لري، د بلخ پوهنتون د نړیوال ژورنال د جواز ترلاسه کولو د کاري کمیټي غونډه د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۹:۳۸
Background image

د اداري او مالي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه

د بلخ پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه، ياده ناسته د ښاغلي مرستيال په خپل دفتر کې دايره شوې وه، چې پيل يې د قران عظيم. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۲
Background image

د ښه خدمت په موخه يې تقدير کړل!

د پنجشنبې په ورځ مالي او ادارې چارو مرستيال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي په خپل کاري دفتر کې

شمال زون سپورټ په برخه کې د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د پلازمينې کابل څخه د راغلو هئياتانو. . .

BACK TO NEWS