بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۶
خبر

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت کې د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د څېړنو او علمي مجلې معاون، پوهنمل ډاکټر حمیدالله عمرخېل، د علمي آثارو د نشراتي معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې لا هم د ځینو استادانو په تألیف او ژباړو کې تخنیکي او علمي نیمګړتیاوې موجودې دي، چې د علمي معیارونو د لوړوالي لپاره باید ورته جدي پاملرنه وشي.

د غونډې په دوام، د پوهندوی علمي رتبې لپاره د دوو استادانو علمي اثار وارزول شول. د ارزونې پر مهال د اصلاح او تکمیل لپاره لازمې لارښوونې او مشخص ټکي په ګوته شول، څو یاد اثار له ټاکل شویو علمي او نشراتي معیارونو سره سم عیار شي.

غونډه د شرعیاتو پوهنځي د استاد، پوهنوال نورمحمد ناج، په دعائیه سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي له لوري د همدغه پوهنځي محصلانو ته «د مخدره توکو زیانونه» تر سرلیک لاندې علمي سيمينار داير شو!

د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي رئیس نامزد پوهنيار قاري امیرګل «احمدي» د مخدره توکو د ناوړه او ویجاړوونکو اغېزو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۸
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پنځو امارتي پوهنتونونو ۱۶ خالي کادري بستونو لپاره اختصاصي ازموینه واخیستل شوه.

په دغو پوهنتونونو کې بلخ، بدخشان، بغلان، سمنګان او فاریاب پوهنتونونه شامل دي، چې د بېلابېلو علمي څانګو د تشو کادري بستونو لپاره یې د لوړو زده کړو وزارت د نافذه اصولو او ټاکل شوې پروسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د اړيکو پراختيا او محصلانو ته د عملي زده کړو د فرصتونو برابرولو په موخه د بلخ پوهنتون پلاوي د سرې او برېښنا فابريکې له مسوولينو سره وکتل!

د بلخ پوهنتون يو پلاوي، چې مشري يې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» کوله، د محصلانو چارو مرستيال او د محصلانو د انسجام آمر په ملتيا د سرې او برېښنا فابريکې. . .

BACK TO NEWS