د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

ba_admin
Sat, Mar 28 2026 9:26 AM
خبر

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل محب الله هدایت او ورسره مل پلاوي د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال دوکتور عبدالواحد لیاقت تر منځ لاسلیک شو.
د غونډې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو مرستیال، دوکتور عبدالواحد لیاقت، میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ یې د اغېزمنې علمي همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي هېله څرګنده کړه چې دغه تفاهم‌لیک به د علمي اړیکو د پیاوړتیا او ګډو فعالیتونو د پراختیا لامل شي.
بل لور ته، د بلخ پوهنتون د علمي چارو مرستیال هم د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا او دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له دې وړاندې هم له ځينو دولتي او خصوصي ادارو سره د علمي همکاریو په موخه ورته هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، څو دغه علمي بنسټونه خپلې تجربې فعالیتونه په يو منظم او اغېزمن  ډول له یو بل سره شريکې او د ورځنیو چارو د چټکتیا لامل وګرځي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.