بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال د بلخ ولایت له محترم ښاروال سره وليدل.
سه شنبې، د ۱۴۴۷ روژې مياشتې پر اوومه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل دکتور حميدالله عمرخېل او ورسره مل پلاوي د بلخ ولایت ښاروال ښاغلي حافظ عبدالرحمن همت سره مزار ښاروالۍ رياست کې ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د دواړو لورو تر منځ په مختلفو علمي، څېړنيزو او عملي برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره خبرې وشوې.
پوهنمل عمرخېل ښاغلي همت ته د بلخ پوهنتون د استادانو او محصلينو څېړنيزو چارو اړوند معلومات وړاندې کړل. په ځانګړې توګه د انجنيرۍ استاذانو او محصلينو پر علمي تحقيقاتو او عملي کارونو يې ټينګار وکړ او د پوهنتون له لوري يې د ښاروالۍ کارمندانو لپاره د ظرفيت لوړولو پروګرامونو پر تنظيم خبرې وکړې. همدارنګه ښاغلي همت له بلخ پوهنتون سره د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
په دې ليدنه کې د دوه اړخيزه همکاريو هوکړه ليک پر امضا کولو خبرې وشوې چې ورسره به د بلخ پوهنتون او مزار ښاروالۍ تر منځ په علمي، څېړنيزو او فني برخو کې همکاري لا پیاوړې شي او د پوهنتون د څېړنيزو فعالیتونو له لارې به مزار ښار پرمختګ وکړي او هم به د استادانو او محصلينو لپاره د عملي کار زمينه او امکانات برابر شي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امريت.