مخکښ کار کوونکي يې ونازول!

ba_admin
Sun, Apr 07 2024 9:29 AM
خبر

شنبه د رمضان المبارک په (۲۷) دبلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف«عثماني» د ياد پوهنتون له خدمتي کار کوونکو سره ناسته وکړه، په دغه ناسته کې ښاغلي رئيس صاحب د کار کوونکو دروند هر کلی او مننه يې وکړه، د هغوی ستونزې يې واورېدلې او په بدل کې يې ورسره د ژر پوره کېدو وعده او ژمنه وکړه، د دغې غونډې په پای کې ښاغلي رئيس صيب ځينې کار کوونکي چې خپل کارونه يې ښه پر مخ بيولي و، په نغدې مرستو ونازول او د لا ښه خدمت لپاره يې نور هم تشويق کړل!

هېره دې نه وي، چې ياده غونډه د بلخ پوهنتون په عمومي تالار کې، مخکې له غرمې ترتيب شوې وه. او د خير په دعا سره پاي ته ورسېده.

دعامه پوهاوي او اړيکو آمريت.

خبر