د بلخ ولايت دروضې په جامع جومات کې دشمال زون له شاوخوا پنځه نیم زره علماء کرامو څخه د عالمیې دورې ( ماسترۍ) اسنادو ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه.

ba_admin
Sat, Mar 09 2024 10:55 AM
خبر

د ازموینې پیليزو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال ښاغلي مولوي لطف الله خير خواه د ازموینې ټولو علماء کرامو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ازموینې د شفافیت په اړه ډاډ ورکړ، او د آزموينې لپاره له ګمارل شوو علما وو څخه يې غوښتنه وکړه چې د آزموینې روڼتيا لپاره پوره زيار وباسي تر څو دچا حق تلف نشي او حق حقدار ته ورسيږي هغه همدا راز خوښي څرګنده کړه چې الحمدلله د علماوو آزموينه د هېواد په ټولو تحصيلي بنسټونو کې دامن په فضا کي په ټول هېواد کې اخستل کيږي.

وروسته بيا دبلخ ولايت مرستيال والي مولوي عبدالهادي ابو ادريس هم په لويه کچه د علماوو د اسنادو ارزيابۍ په اړه د آزموينې په پیلېدو خوښي وخوده او دایې د هيواد لپاره ستر وياړ وباله .

په پاي کې د پوښتنو پاڼه تشریح شوه چې له تشریح کېدا وروسته ازموینه پېل شوه.

نېټه:  جمعه

۱۴۰۲/۱۲/۱۸ هـ ش ــ ۱۴۴۵/۰۸/۲۶ هـ ق

photo

 

photo

 

photo