د علمي معاونیت اړوند د مسلکي پراختیا آمريت له لوري د بلخ پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځيو رئيسانو لپاره د کاري، عملیاتي پلان او راپور جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۳:۳
خبر

نن سه شنبه د روان ١٤٤٧ ه ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۲مه د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال په هڅو د مسلکي پراختیا آمريت په همغږئ د بلخ پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځیو رئیسانو لپاره د کاري، عملیاتي پلان او راپور جوړونې په اړه د درې ورځني ورکشاپ وروستۍ ورځ د معمول سره سم د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره پيل شوه.

لومړی د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال الحاج مولوي محب الله هدايت د ګډونوالو هرکلی وکړ او د ورکشاپ په اړه یې لارښوونيزې خبرې وکړې او ګډونوال يې د يو بل خبرو ته احترام او درناوي ته را وبلل او غوښتنه يې وکړه چې په پوره ځيرتيا سره د پوهنتون په کچه خپل پلانونه او راپورونه په یو واحد فارمت کې ترتیب کړي ترڅو د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت او باور لوړونې رياست د تائید وړ وګرځي.

ورپسې پوهنيار زوبين خواجه احمدي د اقتصاد پوهنځي کاري پلان د نمونې په څیر وړاندې کړ او د اصلاح په اړه يې د ګډونوالو نظرونه یې واخیستل.

 

وروسته بيا پوهنيار ضياء الله عارفي د عملیاتي پلان يوه ټولګه د نمونې په توګه له ګډونوالو سره شریک کړه.

د ياد ورکشاپ وروستۍورځ په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS