په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

ba_admin
Sat, Sep 26 2026 3:51 PM
خبر

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث محمد سید «هاشمي» د پوهنتون چارو لا ښه تنظیم او د شته ستونزو د حل په موخه د شورا غړو ته لازمې سپارښتنې وکړې. نوموړي د شورا غړي خپلمنځي یووالي، همغږۍ او ګډ کار ته راوبلل او ټینګار یې وکړ، چې له ورکړل شوي موقف او واک څخه باید ناسمه ګټه وانخیستل شي او ټولې چارې د پوهنتون علمي او اداري موخو د پوره کېدو لپاره په صادقانه توګه ترسره شي.

ورپسې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» د خپلو خبرو پر مهال د بیت المال د شتمنیو د ساتنې او د عامه امکاناتو د مسؤولانه کارونې پر ارزښت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې د پوهنتون د پرمختګ لپاره باید په ګډه هڅې وشي او شته امکانات په اغېزمنه توګه وکارول شي.

دغه راز ښاغلي «مومن يار» د شورا غړو ته د خپلو ترسره شوو فعالیتونو میاشتنی راپور هم وړاندې کړ، چې په کې د پوهنتون داخلي سړکونو، د ۵۸ قلمه روغنیاتو او د ګڼ شمېر نورو اړینو تجهیزاتو د پېرلو او برابرولو په اړه معلومات شامل وو.

په دې ناسته کې د ساینس پوهنځي د بېلابېلو څانګو هغه آمرین، چې د یاد پوهنځي د نصاب په ترتیب او علمي چارو کې یې ونډه اخیستې وه، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب پر اساس د خپلو علمي هڅو او خدمتونو له امله په ستاینلیکونو ونازول شول.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو د ترفیعاتو ۱۴ دوسیې وڅېړل شوې او له ارزونې وروسته د علمي شورا د غړو په رایو تأیید شوې.

نېټه: شنبه

۱۴۴۸/۴/۱۳ ھ ق

۱۴۰۵/۷/۴ ھ ش

۲۰۲۶/۹/۲۶ م

 

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت