د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امارتي پوهنتونونو مسوولينو سره د نویو عايداتي سرچینو احیا کولو په اړه آنلاين کنفرانس ترسره شو.

ba_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۱۰
خبر

چهارشنبه د١٤٤٧ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په درېيمه، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امارتي پوهنتونونو مسوولينو سره د نويو عايداتي سرچینو احیا کولو په اړه په آنلاين ډول کنفرانس ترتيب شوي و، چې پيل یې د قران کريم په مبارکو آياتونو سره وشو.

په ياد سیمینار کې د کابل پوهنتون رئيس دکتور اسامه ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کابل پوهنتون د فارمسۍ پوهنځي لابراتوار منظور کېدو او د  هغې څخه د لاسته راغلو عائداتو په اړه خوښي وښوده او دغه عايداتي سرچينه يې بازار او د پوهنتونونو تر منځ د اړيکې مهم ګام وباله.

 

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت مالي رئيس عبدالباري «خپلواک» د عايداتي سرچینو احیا کولو په موخو، په تحصیلي نظام کې د عایداتو انکشاف په ارزښت، طرزالعمل او د عوایدو مصرف کولو په اړه ارزښتمنې څرګندونې وکړې.

د نوموړي کنفرانس په پای کې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل؛ ترڅو د عايداتي سرچینو موندنې او پیاوړتیا کې ترې کار واخیستل شي.

 

د يادولو وړ  ده چې په دغه انلاين کنفرانس کې د بلخ پوهنتون رئيس په ګډون مرستيالانو او د پوهنځیو رئیسانو په آنلاين توګه ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۷
Background image

اخذ امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر از پرسونل این پوهنتون!

طبق هدایت ریاست محترم دعوت و ارشاد امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر را از تمام استادان و کارکنان این پوهنتون اخذ نمود.
این امتحان درحال گرفته می‌شود که فرمان امر بالمعروف و نهی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۳
Background image

سیمینار اصلاحی پیرامون" تشریح قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر"برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ!

آمریت دعوت وارشاد پوهنتون بلخ جهت تطبیق بهتر قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر و آگاهی محصلین از مطالب این قانون، قانون متذکره‌ را طی سیمینار اصلاحی برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۵
Background image

سیمینار علمی تحت عنوان (روش تهیه پروپوزل برای مونوگراف ) برگزار شد.

برای محصلان سمستر پنجم پوهنځی علوم وترنری سیمینار علمی یک روزه تحت عنوان (روش تهیه  پروپوزل برای مونوگراف برګزار شد

سیمینار متذکره در حضور داشت رئیس پوهنځی و اساتيد توسط پوهندوی حسن. . .

BACK TO NEWS