په بلخ پوهنتون کې د عامه پوهاوي په موخه د کرنې او کانونو او چاپېريال ساتنې انجنيرۍ پوهنځيو په ګډې همغږۍ د پاک چاپېريال برابرولو او د ککړې هوا زيانونو په سرليک يو ورځنی علمي سمينار دائر شو.

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۶
خبر

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۱۵مه، په بلخ پوهنتون کې د پاک چاپېريال برابرولو او د ککړې هوا زيانونو په سرليک ترتيب شوي علمي سمينار  پيل د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو سره وشو.

دغه سمينار چې د علمي چارو معاونيت اړوند د غونډو په عمومي تالار کې ترتيب شوی و، په پرانيستې وينا کې يې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» وويل: د عامه پوهاوي په موخه د دغه ډول علمي سمينارونو او کنفرانسونو برابرول ډېر ګټور دي، مونږ بايد يوازې په دې سمينار بسنه ونه کړو، لا نور دغه ډول ګټور سمينارونه په لاره واچوو؛ تر څو خلک د پاک چاپېريال په ګټو پوه شي.

همدغه راز ښاغلي مرستيال د سمينار ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: چې ککړه هوا د روغتيا په زيان ده، بېلابېل ډول ناروغۍ رامنځته کوي؛ نو مونږ او تاسې ته په کار ده، چې د خپل ولس سره کښېنو او هغه موارد ورته په ګوته کړو؛ چې پاک چاپېريال او پاکې هوا ته په زيان دي.

همدارنګه ښاغلي هدايت ډېره کړه: چې زمونږ هدف پاکه هوا او پاک چاپېريال دی او په پاک چاپېريال کې د هېوادوالو روغتيا نغښتې ده.

ورپسې د بلخ پوهنتون کرنې پوهنځي استاد پوهنمل ميرويس «شريفي» په خپله ترتيب کړې مقاله کې د سمينار ګډونوالو سره د ککړې هوا په پېژندنې، سرچينو، په روغتيا او په اقتصاد تاثیر ارزښتناک معلومات شريک کړل.

د ياد علمي سمينار په دوام کې د کانونو او چاپېريال ساتنې پوهنځي استاد پوهنيار روح الله «فياض» په خپل ترتيب کړي کنفرانس کې چې (ککړه هوا د اقليم په بدلون کې څومره رول لوبوي او تاثيرات يې څۀ دي) په سرليک علمي بحث وکړ.

د يادونې وړ ده، چې په دغه سمينار کې د بلخ پوهنتون رهبرۍ سربېره، د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۵
Background image

سیمینار علمی تحت عنوان (روش تهیه پروپوزل برای مونوگراف ) برگزار شد.

برای محصلان سمستر پنجم پوهنځی علوم وترنری سیمینار علمی یک روزه تحت عنوان (روش تهیه  پروپوزل برای مونوگراف برګزار شد

سیمینار متذکره در حضور داشت رئیس پوهنځی و اساتيد توسط پوهندوی حسن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

سمینار سه‌روزهٔ کمک‌های اولیه صحی برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ به پایان رسید.

سمینار سه‌روزهٔ آموزشی «کمک‌های اولیه صحی» برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ، با هدف ارتقای سطح علمی و افزایش توانایی‌های مسلکی کارمندان در زمینهٔ ارائهٔ کمک‌های اولیه صحی، به پایان رسید.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۷
Background image

برگزاری مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ.

مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ، با حضور رئیس، اساتید و محصلین پوهنځی برگزار گردید.

این مسابقه ‌که با هدف ترویج فرهنگ مطالعه، تشویق محصلین به کتاب. . .

BACK TO NEWS