د څېړنيزو چارو مرستیال، اداره او عامه پاليسۍپوهنځي رئیس پېژند غونډه ترسره شوه

ba-edris
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۹:۶
خبر

نن چهارشنبه د1445/ 16/5ه ق د بلخ پوهنتون د څېړنو معاونيت، اداره او عامه پاليسي پوهنځي ریاست لپاره د نوي کسانو پېژندګلوۍ په مناسبت ناسته د دعوت او ارشاد آمر مفتي نصرالله هوتک  له خوا دقرآنکریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

لومړى دبلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صاحب ضياﺀالحق ضياﺀکريمي په پيليزو خبرو کې دَ مسئوليت په اړه څرګندونې وکړې او دَ چارو لاسمون لپاره يې ادلون او بدلون يو اصل وباله تر څو چارې په پوره ځيرکتيا سره پر مخ ولاړې شي او ورپسې يې دَ څېړنو معاونيت لپاره ښاغلى پوهاند دکتور محمد طاهر (طاهر)، اداره او عامه پاليسۍ رياست لپاره‌ یې حاجي قاري امير ګل احمدي ګډونوالو ته ور وپيژندل. او هغوى ته يې دمبارکۍ تر څنګ يې له هغوى څخه په چارو کې دَ اخلاص غوښتنه وکړه.

 او دَ پخواني سرپرست رئیس پوهنوال عبدالبصیر عارفي هڅې وستايلې چې دَ ياد پوهنځي رئیس په نه شتون کې يې دَ مسئولیت چارې په پوره اخلاص سره سرته رسولې نو له همدې امله يې هغه ته ستاينليک ډالۍ کړ. او دَ نوو ګمارل شوو کسانو لپاره يې په چارو کې ده بريا او پر مختګ  دعا وکړه ترڅو دا دروند مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.

ښاغلي عارفي هم دَ خپلو لاسته راوړنو يادونه وکړه او دَ نوي رئیس سره خپل تر وسې دَ مرستې ژمنه وکړه.

په پاى کې دَ څېړنيزو چارو مرستیال، او د عامه پاليسۍ پوهنځي نوي رئیس دلوړو زده کړو وزارت له خوا په دوى داعتماد له امله مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په پوره امانتدارۍ سره به ور سپارل شوې دنده سر ته رسوي.

 ناسته په دعا کولو سره پاى ته ورسيده.

دبلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

درخشش علمی پوهنتون بلخ در کنفرانس ملی کارآفرینی در افغانستان

کنفرانس ملی «فرصت‌ها و چالش‌های کارآفرینی در افغانستان» به میزبانی پوهنتون کاتب در کابل به تاریخ ۲۸ جدی  ۱۴۰۴ مطابق ۲۹ رجب ۱۴۴۷ برگزار گردید. این رویداد علمی با حضور گسترده استادان،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۵۰
Background image

سيمينار ديني و اصلاحي سه روزه برای استادان و کارمندان اداري پوهنتون بلخ و پوهنتون های خصوصی به پایان رسید.

اليوم دوشنبه مورخ۲۹ رجب المرجب سال ۱۴۴۷ ه‍ ق با هدایت وزارت تحصیلات عالی و راهنمایی رهبری پوهنتون بلخ سومین روز سيمينار ديني و اصلاحي از جانب آمریت دعوت و ارشاد برای استادان و کارمندان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

جلسه ماهانه کمیته نشرات برگزار شد.

روز سه شنبه مورخ ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ هـ.ش جلسه نوبتی اعضای کمیته نشرات پوهنتون بلخ در معاونیت تحقیقات و مجله علمی، تحت نظر آمر مجله علمی با تلاوت چند از آیات کلام الله مجید. . .

BACK TO NEWS