د بلخ پوهنتون د رئیس پیغام

photo

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د علم او فرهنګ درنو مينه‌والو او ښاغلو ورونو!

بلخ پوهنتون د ۱۶ پوهنځيو، له ۴۰۰ څخه زیاتو استادانو او څه دپاسه ۱۸۰۰۰ محصلانو په درلودلو سره د افغانستان یو له لویو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي. دغه اکاډمیک بنسټ په ۱۳۶۶ لمریز کال کې تاسيس شوی دی، چې له پيله تر اوسه یې په زرګونو کادرونه روزلي، د ځوان نسل په روزلو کې يې ستر رول لوبولی او هېواد ته يې علمي کادرونه وړاندې کړي دي. په اخرو کلونو کې پر لېسانس پروګرامونو سربېره، په مختلفو علمي څانګو کې يې د ماسټرۍ پروګرامونه پيل کړي، چې د اقتصاد پوهنځي په محاسبه او مالي چارو کې او همدارنګه په دري ادبیاتو کې يې یادولی شو، چې په لسګونه ځوان متخصصین يې له یادو څانګو څخه ټولنې ته وړاندې کړي دي. د بلخ پوهنتون مشرتابه په پام کې لري، چې تر څو په نږدې راتلونکي کې د حقوقو او سیاسي علومو، کرنه(زراعت)، پښتو ادبیاتو او د اسلامي تاریخ په څانګو کې هم د ماسټرۍ پروګرامونه پيل کړي. دغه پروګرامونه څو اړخیز دي او داسې په پام کې نیول شوي، چې مينه‌والو ته يې له لېسانس پورته زده‌کړو لپاره زمینه برابره کړي، تر څو هغوی د خپلو مسلکي او تخصصي سویو په لوړولو سره د خپلې خوښې څانګو کې پرمختګ وکړي.

د بلخ پوهنتون مشرتابه ژمن دي، تر څو د زده‌کړیيزو سویو او د پوهې کیفیت لوړولو، د هېواد ځوانانو ته د يوې سالمې او سوله‌ييزې فضا رامنځته کولو، د اسلام مبارک دین بنسټونو او د لوړو زده‌کړو وزارت قانون پر اساس د علمي پروګرامونو په پرمختګ کې د سيمې اقتصادي وضیعت او سالم رقابت ته په کتو يو هر اړخیز نصاب برابر کړي. د یو ګټور او پر نوې ټکنالوجۍ سمبال تحصيلي نصاب ته پام کول د بلخ پوهنتون له لومړیتوبونو څخه دي. پر دې سربېره د زیربناوو تاسيس او پرمختګ هم په پام کې لري. ژمنه دا ده، چې نه یوازې د هېواد ځوانان په عصري علمي معیارونو برابر او ټولنې ته وړاندې کړي، بلکې غواړي چې ځوانان مو په علمي او اکاډمیکو موضوع‌ګانو پسې د اسلامي ارزښتونو، هېواد، اخلاقو او د هېواد تاریخ او فرهنګ برخو کې د لوړ احساس په درلودلو سره د غورو خدمتونو جوګه شي.

ومن الله توفیق

مفتی محمد شریف ابوعاصم عثمانی

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

مخکښ کار کوونکي يې ونازول!

شنبه د رمضان المبارک په (۲۷) دبلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف«عثماني» د ياد پوهنتون له خدمتي کار کوونکو سره ناسته وکړه، په دغه ناسته کې ښاغلي رئيس صاحب د کار کوونکو دروند هر کلی او مننه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۷:۵۹
Background image

د بلخ پوهنتون د ملی کنفرانس د جوړیدو د ځانګړی کمیټی غونډه

چهارشنبه ۱۵/ ۱/ ۱۴۰۳ لمریز کال کال چی د ۲۴/ ۹/ ۱۴۴۵سپوږمیزکال سره سمون لری، د بلخ پوهنتون د ملی کنفرانس د جوړیدو د ځانګړی کمیټی غونډه د بلخ پوهنتون د رئیس مفتی محمد شریف عثمانی په مشری،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۷:۴۹
Background image

دامارت پژندنې آزموینې مخکښوبریالیوکسانو دجوایزوویښ

د بلخ پوهنتون کنفرانسونو په عمومی تالار کې د امارت پېژندنې آزموینه چې د بلخ پوهنتون، اطلاعات و کلتور، او استخباراتو په همغږۍ څو ورځې وړاندې تر سره شوه نن دروژې مبارکې  په ۲۴مه مخکښو. . .