په بلخ پوهنتون کې د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت کانټين جوړ شو.

ba_admin
Mon, May 25 2026 8:56 AM
خبر

په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ او د بلخ پوهنتون د رهبرۍ په هڅو، د ياد پوهنتون کانټين د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت په معياري ډول جوړ او د محصلانو او منسوبينو د استفادې لپاره چمتو شو.

دغه پروژه د لوړو زده کړو وزارت د هدايت پر اساس، د بلخ پوهنتون د رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» په لارښوونه د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» په دوامدارو هڅو بشپړه شوې ده، چې د عملي چارو د پرمخ وړلو مسئوليت يې د ګاما شرکت پر غاړه و.

د بلخ پوهنتون مسؤلين وايي، چې په معياري ډول جوړ شوي کانټين له امله به د خوړو او نورو خدمتو وړاندې کولو لړۍ لا منظمه، چټکه او معیاري شي، چې ورسره به د محصلانو او د پوهنتون د منسوبينو لپاره د هوسا او مناسب چاپېريال زمينه هم برابره شي.

د بیارغونې په دې لړۍ کې د کانټین داخلي تنظیم، د ناستې ځایونو ترتيب او ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې حل شوې دي او د محصلانو او منسوبينو لپاره مناسب او منظم چاپېریال برابر شوی دی.

د بلخ پوهنتون رهبري، هڅه کوي د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو او خدمتي اسانتیاوو لړۍ نوره هم پراخه کړي، څو محصلانو ته ښه او معیاري چاپېریال رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې بلخ پوهنتون په دې روستیو کې د محصلانو د هوساینې، زرغونتیا، پاکوالي او خدمتي برخو د پیاوړتیا لپاره ګڼې رغنیزې او تنظیفي چارې ترسره کړې دي.
ورځ: شنبه
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۶

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت