په بلخ پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د ۱۷ م شمېرې فرمان چې د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو مخنوي په سرليک دی، د چاپ په ګاڼه سمبال شو!
چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال د رمضان مياشتې په لومړۍ نېټه په بلخ پوهنتون کې ياد فرمان د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» په لارښوونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت له لوري چاپ شو.
دغه فرمان چې بلخ پوهنتون کې تازه په پښتو ژبه ۱۵۰ جلده د چاپ په ګاڼه سمبال شوی، د هېواد په بلې ملي ژبې دری هم چاپېږي لخيره.
د بلخ پوهنتون رهبري پلان لري، چې د عامه پوهاوي په موخه تازه چاپ شوی دغه فرمان د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو بېلابېلو پوهنځیو، خصوصي پوهنتونونو، د بلخ ولايت ګڼې شمېر بېلابېلو رياستونو او په بازار کې په عامو خلکو وويشي؛ تر څو په غم او خوښيو کې خلک له بدو رواجونو څڅه منع شي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت