د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د سړو سيمو پوهنتونونو د درسونو پيل خبرتيا او د ازموينو مهالوېش!

ba_admin
Thu, Feb 12 2026 9:20 AM
خبر

لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت محترمې ادارې په جریان کې دي، نږدې ده چې د امارتي لوړو زده کړو بنسټونو کې د درسونو د پیل وخت راورسېږي. له همدې امله د سړو سیمو ولایتونو کې د محصلانو د درسونو پیل او پای، او همدارنګه د ازموینو مهالوېش، د لاندې جدول له مخې تنظیم شوی دی.

 د سړو سیمو پوهنتونونو د پسرلني سمسټر درسونو ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ نېټې باندې پيل کېږي او ۱۴۰۵/۴/۶ نېټې پورې دوام کوي، همدارنګه د سمستر وروستۍ ازموینې ۱۴۰۵/۴/۷ نېټې باندې پيل کېږي او ۱۴۰۵/۵/۷ نېټې پورې دوام کوي.

دغه راز ورپسې د خزاني سمستر درسونه د ۱۴۰۵/۵/۱۵ نېټې باندې پيل کېږي او ۱۴۰۵/۹/۵ نېټې باندې پای ته رسیږي، چې د سمسټر وروستۍ ازموينې به يې ۱۴۰۵/۹/۷ نېټې پيل او د ۱۴۰۵/۱۰/۷ نېټې پورې به دوام وکړي.

یادونه: که د درسونو په جریان کې رسمي رخصتۍ راشي، د کریدتونو درسونه دې په جبراني ډول بشپړ شي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت