په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

ba_admin
Tue, Sep 29 2026 2:12 PM
خبر

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا مرکز (PDC) آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د ورکشاپ د وړاندې کولو چارې يې د ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل محمد عیسی «سخاوتي» پر غاړه لرلې.

 

د ورکشاپ په لومړۍ ورځ ګډونوالو ته د انلاین کورسونو د ثبت او اړوندو موضوعاتو په اړه نظري زده‌کړې وړاندې شوې او په دویمه ورځ د ترلاسه شویو زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه عملي کار ترسره شو.

 

د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث محمد سید «هاشمي» ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، هغه څه چې د زده‌کړو له لارې مو په دغه ورکشاپ کې ترلاسه کړي، باید د عمل جامه ور واغوندئ او د ټولنې د خیر او پرمختګ لپاره یې وکاروئ.

 

نوموړي رئيس زیاته کړه، که له ترلاسه شویو زده‌کړو څخه په سمه توګه ګټه وانخیستل شي، د زده‌کړو موخه به نه وي پوره شوې او انسان به د خپلو زده‌کړو په اړه د الله تعالی پر وړاندې مسؤول وي.

 

د یادونې وړ ده چې د ورکشاپ په پای کې وړاندې کوونکي استاد پوهنمل محمد عیسی «سخاوتي» ته د هڅو او علمي ونډې د قدردانۍ په موخه ستاینلیک ورکړل شو او ګډونوالو ته هم د ورکشاپ د بشپړولو په مناسبت تصدیق‌پاڼې ووېشل شوې.

 

نېټه: يکشنبه

۱۴۴۸/۴/۱۴ ھ ق

۱۴۰۵/۷/۵ ھ ق

۲۰۲۶/۹/۲۷ م

 

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت