په بلخ پوهنتون کې د البرز علمي او کلتوري ادارې سره په ګډې همغږۍ د بلخ پوهنتون د محصلانو د انسجام او دعوت ارشاد آمريتونو له لوري، د حق الميبن کتاب پايلې اعلان شوې.

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۲
خبر

سې شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق د جمادی الاول مياشتې په ۲۰مه، په بلخ پوهنتون کې د البرز علمي او کلتوري ادارې سره په ګډې همغږۍ د بلخ پوهنتون د محصلانو د انسجام او دعوت ارشاد آمريتونو له لوري، د حق الميبن کتاب اخيستل شوې ازموينې پايلې اعلان شوې. د پايلو د اعلان لپاره د بلخ پوهنتون اداره او پاليسۍ عامه پوهنځي د غونډو په لوی تالار کې مراسم نيول شوي و، چې پيل يې د قران مجيد په تلاوت سره وشو.

 

د مراسمو په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» د ګډونوالو د ښه راغلاست ترڅنګ وويل:« د محصلانو لپاره دغه ډول سیالۍ پر لاره اچول د محصلانو د ذهني ودې لپاره ډېرې ګټورې دي.

دغه راز ښاغلي رئیس زياته کړه، چې محصلان د ټولنې هيلې دي، محصلان دې مطالعې ته وخت ورکړي؛ تر څو ابتکاري خلک ترې جوړ شي او د وطن په ابادۍ کې خپله انرژي وکاروي.

ورپسې د البرز علمي او کلتوري ادارې او د بلخ پوهنتون محصلانو د انسجام او دعوت ارشاد آمرينو له لوري د جايزو لړۍ پيل شوه، چې اولنمره ته په کې کمپیوټر، دويم نمره ته بايسکل او درېيم نمره ته موبايل په جايزه کې ورکړل شول.

 

د مراسمو په پای شېبو کې، د البرز علمي او کلتوري ادارې له لوري د بلخ پوهنتون محصلانو د انسجام او دعوت ارشاد آمرين، چې په بلخ پوهنتون کې له دغه ادارې سره پوره همکاري کوي، هم په يو- يو ستاينليک ونازول شول.

 

بايد وويل شي، چې څه موده وړاندې د همدغه ادارې له لوري د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو پوهنځيو محصلانو څخه په حق المبين کتاب کې له ۱۰۰۰ تنو څخه ازموينه اخيستل شوې وه، چې نن  يې رسماً پايلې اعلان شوې او ګټيالي اشخاص يې په جايزو ونازول شول.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۱۷
Background image

په بلخ پوهنتون کې د دعوت ارشاد آمريت له لوري د بلخ پوهنتون ټولو اداري او خدمتي کارکوونکو ته (د زړو قدر وړ پاڼو خونديتوب او مخدره توکو اړوند سزاګانو په اړه د اميرالمومنين حفظه الله ورعاه ۱۳۹۷ شمېرې حکم فرمان) په سرليکونو سمينار داير شو!

پنجشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په څلورمه، په بلخ پوهنتون کې د دعوت ارشاد آمريت له لوري د بلخ پوهنتون ټولو اداري او خدمتي کارکوونکو ته (د زړو قدر وړ  پاڼو خونديتوب او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امارتي پوهنتونونو مسوولينو سره د نویو عايداتي سرچینو احیا کولو په اړه آنلاين کنفرانس ترسره شو.

چهارشنبه د١٤٤٧ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په درېيمه، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د امارتي پوهنتونونو مسوولينو سره د نويو عايداتي سرچینو احیا کولو په اړه په آنلاين ډول کنفرانس ترتيب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۱۶
Background image

د بلخ پوهنتون تدريسي روغتون مسؤولينو له لوري ( د ساري نارغيو) په سرليک د شمال زون په کچه بلخ ولايت کې د تخصصاتو اړوند د امام ابو یوسف رحمه الله ديني جامعې فضلاوو ته سمينار داير شو!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د جمادی الثانی مياشتې په ۱۳ مه، د امام ابو یوسف رحمه الله دیني جامعې مسؤولينو په  غوښتنه د بلخ پوهنتون تدريسي روغتون مسؤولينو له لوري ( د ساري نارغيو) په سرليک د شمال. . .

BACK TO NEWS