د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۲:۱۰
خبر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین په انلاین بڼه پر لیکه وو، د هېواد تحصیلي نظام پیاوړتیا او په پوهنتونونو کې د لازمو اصلاحاتو راوستلو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

محترم شیخ صاحب په ټولنه کې د پوهنتونونو پر رول او مسؤلیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: «د ا.ا.ا پر موږ لوی اعتماد کړی او د تحصیلي نظام د پیاوړتیا مسؤلیت یې راسپارلی، تر څو ترقي ورکړو».

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو رئیسانو او د پوهنتونونو مسؤلینو ته وویل چې موږ د خپلو ورځنیو چارو تر څنګ، په پوهنتونونو کې د لا اړینو اصلاحاتو راوستولو مکلفیت لرو او د هېواد بنیادي پرمختګ را تر غاړې دی.

نوموړي د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون پر پلي کولو ټينګار وکړ او د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه د لارښوونو سره سم یې د پوهنتونونو مسؤلینو ته  سپارښتنه وکړه چې په دوامداره توګه تحصیلي نصاب  وڅاري او د هېواد بچیان د خپل دین، کلتور او ارزښتونو سره سم وروزي.

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تحصیلي نهادونو مسؤلینو غوښتنې او ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۴
Background image

په بلخ پوهنتون کې د کار کوونکو چارو آمريت له لوري، اداري کارکوونکو ته د کاري پلان او راپور ليکلو په سرليک دوه ورځنی سمينار دائر شو!

نن سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په څلورمه، بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» په لارښوونه د کار کوونکو چارو آمريت اړوند د ظرفيت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښکلي چاپېريال په موخه د يو شمېر پوهنځيو مسوولينو له لوري رنګارنګ ګلان کېنول شول.

نن دوشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د ذوالقعدې مياشتې په درېيمه، په بلخ پوهنتون کې د ښکلي چاپېريال برابرولو په موخه د يو شمېر پوهنځيو مسوولينو له لوري رنګارنګ ګلان کېنول شول.

په بلخ پوهنتون کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د بلخ پوهنتون منسوبينو ته د تقليد په سرليک سمينار وړاندې شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال شوال مياشتې په ۲۸ مه، بلخ پوهنتون کې د نوموړي سمينار پيل د بلخ پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مولوي ضياء الرحمن «عابد» لخوا د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره. . .

BACK TO NEWS