په بلخ پوهنتون کې د ترفعياتو ناسته!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۳:۴۹
خبر

پنج شنبه ورځ د وږي د مياشتې په 29مه په بلخ کې مسوولينو د ترفيعياتو مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه، دغه ناسته د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه، چې د بلخ پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو څخه پکې يو شمېر رئيسانو چې د خپل پوهنځي اړوند دوسيې يې درلودې، ګډون کړی وو.

د ترفيعياتو په دغه ناسته کې د شمال زون اړوند د يو شمېر ولايتونو او  پخپله د بلخ پوهنتون ټولټال 11 دوسيې وڅېړل شوې، په دغه يوولسو دوسيو کې يوه د سرپل، يوه د سمنګان او نهه دوسيې د بلخ پوهنتون شاملې وې.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښکلي چاپېريال په موخه د يو شمېر پوهنځيو مسوولينو له لوري رنګارنګ ګلان کېنول شول.

نن دوشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د ذوالقعدې مياشتې په درېيمه، په بلخ پوهنتون کې د ښکلي چاپېريال برابرولو په موخه د يو شمېر پوهنځيو مسوولينو له لوري رنګارنګ ګلان کېنول شول.

په بلخ پوهنتون کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د بلخ پوهنتون منسوبينو ته د تقليد په سرليک سمينار وړاندې شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال شوال مياشتې په ۲۸ مه، بلخ پوهنتون کې د نوموړي سمينار پيل د بلخ پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مولوي ضياء الرحمن «عابد» لخوا د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS