په بلخ پوهنتون کې د «کتاب لوستنې» په سرليک پر لاره اچول شوې سيالۍ کې ممتاز او بريالي محصلان د ستاينلکونو تر څنګ په جايزو هم ونازول شول.
چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په ۱۹ مه، د بلخ پوهنتون ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي مسوولينو له لوري د (کتاب لوستنې) په سرليک پر لاره اچول شوې سيالۍ کې ممتاز او بريالي محصلان د يوې غونډۍ په ترڅ وستايل شول.
د غونډې په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» په خپلو خبرو کې د مطالعې اړوند ارزښتناکې څرګندونې وکړې او محصلان يې خپلو اساسي موخو او اهدافو ته متوجې کړل.
ورپسې د بلخ پوهنتون ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي رئيس او د محصلانو د خدمتونو او انسجام چارو آمر هم د مطالعې اړوند وينا وکړه.
دغه راز د بلخ پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال ډاکټر پوهنمل حميدالله «عمرخېل» په خپله وينا کې محصلانو ته وويل:« چې مونږ افغانانو ګڼ شمېر امپراتورۍ ړنګې کړي دي او اوس وخت دی چې په علمي ډګر کې هم د نړۍوالو سره سيالي وکړو».
د يادونې وړ ده، چې د کتاب لوستنې په سرليک سيالۍ څه موده وړاندې د بلخ پوهنتون ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي استاد نامزد پوهنيار نورالله «اُمی» له لوري (ابوالحسن ندوي) کتاب د ازموينې لپاره ټاکل شوی و، چې پکې ۲۵ تنو محصلانو ګډون کړی و.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت
