د جېنواکال موسېسې رئيس سيد مامون ګهريک د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۰:۶
خبر

د غبرګولي په ۱۳مه د جېنواکال موسېسې رئيس سيد مامون ګهريک د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه، په دغه ناسته کې د ذکر شوې موسېسې رئيس په خپل درې ورځني سيمنار رڼا واچوله او ويې ويل: «چې مونږ د شمال زون پينځو ولايتونو پوهنتونونو څخه د استادانو لپاره په بلخ پوهنتون کې د دغه سمينار لړۍ تطبيقوو، چې د هر پوهنتون څخه به پکې پينځه تنه استادان شامل وي او د دوی هر ډول لګښت به د سمينار تر پای پورې زمونږ پر غاړه وي» دغه سمينار به په بلخ پوهنتون کې د راتلوونکې دوشنبې په ورځ پيل او د درې ورځو په دوام به د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

بايد وويل شي، چې ياده موسېسه د دغه سمينار لړۍ د لوړو زده کړو وزارت په همغږۍ پر مخ وړي، چې رسميات به يې د سهار په اتو بجو پيل او د مازديګر په څلورو بجو پای ته رسيږي.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د اداري کارکوونکو سره د کارونو په روڼتيا او چټکتيا اداري ناسته وشوه!

نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د جمادی الثانی مياشتې په ۱۲ مه، په بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د اداري کارکوونکو سره د کارونو په روڼتيا او چټکتيا اداري ناسته وشوه، د يادې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۲۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لابراتوارونو کمېټې ناسته ترسره شوه!

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د جمادالاثانی مياشتې په ۱۱مه د څېړنو او علمي مجلې معاونیت په کاري دفتر کې د بلخ پوهنتون د لابراتوارونو کمېټې ناسته ترسره شوه. د دغه ناستې پيل د قران. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د مالي کميټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه!

دوشنبه د ١٤٤٧ ه ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ٣مه د بلخ پوهنتون مالي کمېټې د مالي چارو په اړه ناسته وکړه ياده ناسته د مالي او اداري چارو معاونيت په دفتر کې د معمول سره سم د قرانکریم په. . .

BACK TO NEWS