د بلخ پوهنتون د ملی کنفرانس د جوړیدو د ځانګړی کمیټی غونډه

ba_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۷:۵۹
خبر

چهارشنبه ۱۵/ ۱/ ۱۴۰۳ لمریز کال کال چی د ۲۴/ ۹/ ۱۴۴۵سپوږمیزکال سره سمون لری، د بلخ پوهنتون د ملی کنفرانس د جوړیدو د ځانګړی کمیټی غونډه د بلخ پوهنتون د رئیس مفتی محمد شریف عثمانی په مشری، په داسی حال کی چی د بلخ پوهنتون د څیړنو او علمی مرستیالانو په کی گډون کړی وو، د دغه پوهنتون په مرکزی تعمیر ( د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په تالار کی) جوړه شوه.

لومړی غونډه د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسی د بلخ پوهنتون رئیس محترم مفتی محمد شریف عثمانی د بلخ پوهنتون د ملی کنفرانس د تر سره کولو په اړه  ازرښتمنی لارښوونی وکړی. ورپسی د بلخ پوهنتون د څیړنو او علمی مجلی مرستیال پوهاند ډاکتر محمد طاهر طاهر د غونډی غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ملی کنفرانس لپاره یو شمیر سر لیکونه وړاندی کړل، چی د کمیټې غړو د واړندیز شویو سرلیکونو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او یو لړ تعدیلات یی معرفی کړل. په پای کی، د کنفرانس لپاره دری غوره سرلیکونه وټاکل شول.

په اخر کی، غونډه د خیر په دعایه  سره پای ته ورسیده.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي جنوب خوا د زرغونتيا او ښکلا په موخه نوی چمن کېنول شو!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال رمضان مياشتې په ۱۴ مه، په بلخ پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي جنوب خواته د زرغونتيا او ښکلا په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په لارښوونه د تدارکاتو آمريت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو «نړيوال ژورنال» د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ کال رمضان مياشتې په۹مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۷ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير غونډه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۱
Background image

بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال د بلخ ولایت له محترم ښاروال سره وليدل.

سه شنبې، د ۱۴۴۷ روژې مياشتې پر اوومه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل دکتور حميدالله عمرخېل او ورسره مل پلاوي د بلخ ولایت ښاروال ښاغلي حافظ عبدالرحمن همت سره مزار. . .

BACK TO NEWS