په بلخ پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د بلخ پوهنتون منسوبينو ته د تقليد په سرليک سمينار وړاندې شو.
چهارشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال شوال مياشتې په ۲۸ مه، بلخ پوهنتون کې د نوموړي سمينار پيل د بلخ پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مولوي ضياء الرحمن «عابد» لخوا د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.
دغه سمينار چې د بلخ پوهنتون ټولو منسوبينو لپاره د همدغه پوهنتون په مسجد کې نيول شوی و، د بلخ ولايت جهادي مدرسې استاد شيخ القران و الحديث جان محمد «حقاني» له لوري پکې د تقليد په سرليک هر اړخيز بحث وشو.
ښاغلي «حقاني» تقليد کول د دين له ضرورياتو ياد کړل،
او د مذمومه تقلید زيانونه يې روښانه کړل، هغه په خپلو خبرو کې د دې لپاره چې د مسلمانو په خپل منځ کې يووالی بر قرار پاتي شي د امام ابو حنیفه رحمة الله عليه مذهب پيروي اړينه وبلله.
د سمينار په پای کې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» د خپلې وينا په پيل کې د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو پوهنځيو مسوولينو څخه د پوهنتون په زرغونتيا او ښکلا برخه کې له همکاريو مننه وکړه او يو ځل بيا يې هيله څرګنده کړه چې د پوهنتون په لا نورې زرغونتيا او ښکلا برخه کې ورسره پوره ونډه واخلي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت