په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو «نړيوال ژورنال» د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه!

ba_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۳
خبر

پنجشنبه د ۱۴۴۷ کال رمضان مياشتې په۹مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۷ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پیل شوه.

 ورپسې، د څېړنو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل دکتور حميدالله «عمرخېل» د مقالو د کیفیت لوړولو او  د ژورنال پر نړيوالو معيارونو خبرې وکړې او د مقالو اصلاحاتو پروسه يې مهمه وګڼله.

د غونډې په دوام کې د اجندا مطابق، ۱۵ مقالې د هئیت تحرير غړيو ته د پرجيکټور پر پرده وښودل شوې، چې پکې يوه مقاله رد او د نورو په اړه اصلاحي نظريات ورکړل شول او د مقالو له لیکوالانو هيله وشوه، چې د سمونې په موخه ورکړل شوي نظرونه  په خپلو مقالو کې په سم ډول پلي کړي؛ تر څو د اصلاح وروسته د اړوندې څانګې متخصصینو ته د تخصصي او هر اړخيزې کتنې لپاره ولېږل شي.

د يادونې ده، چې په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال خپله لومړنۍ شمېره نشر کړې او دويمه شمېره به يې د مقالو نهايي تایید څخه وروسته چاپ او انلاين شي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۱۰
Background image

برگزاری جلسه بورد مشورتی مسئولین دعوت و ارشاد پوهنتون‌های خصوصی و پوهنتون بلخ!

روزسه ‌شنبه مؤرخ هفتم، رمضان المبارک، ۱۴۴۷ه‌ق.جلسه ماهوار بورد مشورتی مسئولین دعوت و ارشاد پوهنتون‌های خصوصی و پوهنتون بلخ تحت ریاست آمر دعوت وارشاد پوهنتون بلخ برگزار گردید.

جلسه با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۸
Background image

جلسه برنامه شبانه تحت رهبری معاون امور محصلان بر گزار شد.

روز سه شنبه مورخ ۱۴۴۷/۹/۷ ه‍ ق جلسه برنامه شبانه تحت رهبری   دکتور گل خان نبی زاده معاون امور محصلان پوهنتون بلخ و مسؤل برنامه شبانه پوهنتون بلخ آغاز یافت.

در جلسه روی موضاعات مهم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

کانديدان موفق پوهنځی های زراعت کنفرانس های علمي شان را موفقانه ارائه نمودند.

روز يکشنبه مورخ ۵ رمضان المبارک سال ۱۴۴۷ ھ ق کنفرانس های علمی ۲نفر از کاندیدان موفق براي بست های کادري پوهنځی های زراعت پوهنتونهای بلخ و کندوز با تلاوت چندی از آيات ملکوتی پروردګار آغاز. . .

BACK TO NEWS